جنیوا کې د طالبانو او خیریه ادارو ناسته؛ د بشري مرستو رسولو په اړه هوکړه شوې

جنیوا غونډه

د عکس سرچینه، Geneva Call

د سویس یوه مرستندویه سازمان چې د طالبانو او غیر دولتي سازمانونو تر منځ د خبرو لپاره یې جنیوا کې غونډه رابللې وايي، د دوی له استازو سره له خبرو وروسته طالبانو یوه ''بشردوستانه قرارداد'' منلی دی.

د سویس په جنېوا کې د دې غونډې هدف په افغانستان کې د بشري حقونو او بشري مرستو اړوند بحثونه بلل شوي.

دا سازمان چې په جګړو کې د ملکي خلکو خوندیتوب برخه کې فعالیت کوي، په یوه تازه ټویټر پیغام کې وايي، په قرارداد کې د ټولو افغانانو لپاره د روغتیا او تعلیم حق منل شوی دی.

په پیغام کې دغه راز ویل شوي: ''بشري مرستو ته درناوی، چاپېریال او د کلتوري میراث ساتنه ''هم په قرارداد کې شامل دي.

خو تر اوسه د دې قرارداد په هکله بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي او طالبانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

بل لور ته په دې ناسته کې د طالبانو د پلاوي غړي لطیف الله حکیمي بي بي سي ته ویلي، له دوی نه 'د ژمنې کولو یا قرارداد منلو غوښتنه نه ده شوې او دې ته اړتیا هم نه وه '.

نوموړی وایي، دې ناسته کې یې له نړیوالو مرستندویه ادارو سره افغانستان ته د بشري مرستو رسولو، او د مرستو پر را جذبولو خبرې کړې دي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

د طالبانو پلاوی د جنورۍ پر اوومه دې غونډه کې د ګډون لپاره جنېوا ته تللی، چې تمه کېږي نن 'جمعه ' به پای ته ورسېږي. د سویس د بهرنیو چارو وزارت ټېنګار کړی چې جنیوا ته د طالبانو دا سفر د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو په معنی نه دی.

په دې پلاوي کې د طالبانو حکومت دفاع، عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارت چارواکي شامل دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا د طالبانو دویم پلاوی دی چې یوه اروپايي هېواد ته سفر کوي، خو د طالبانو د پلاوي مشري داسې څوک کوي چې نه په بشري مرستنو او نه هم په بهرنیو اړیکو کې ښکېل دی.

له دې وړاندې د طالبانو پلاوی ناروې ته تللی وو ، خو پرضد یې څو اروپايي ښارونو کې لاریونونه وشول.