ټرمپ: جنرال ميلي 'احمق' و چې د امریکا پوځي وسایل یې افغانستان کې پرېښودل

ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا پخواني‌ ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې هېواد د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک میلي له دې کبله احمق بللی چې ګواکې د امریکا خورا قیمي او حساس پوځي وسایل یې په افغانستان کې پرېښي دي.

ښاغلي ټرمپ د سه شنبې پر ورځ د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ادعا وکړه چې له افغانستان د پوځیانو د وتلو پر مهال د امریکا پوځي الوتکې او چورلکې افغانستان کې پاتې شوې دي.‌

نوموړي وویل، دې وسایل کې داسې الوتکې وې چې پنځوس میلیونه ډالره بیه یې درلوده،‌ او همدا راز د پرېښودل شویو چورلکو بیه ۲۹ میلیونه ډالره وه.‌

پخواني‌ ولسمشر وویل: "ما غوښتل چې ټول وسایل دې را وایستل شي.‌ آن مېخونه او پېچونه مې هم نه پرېښودل.‌ خو دوی الوتکې او چورلکې ورته پرېښودې. ایا داسې نه شوه کېدای چې یو دوه سوه پیلوټان افغانستان ته ولېږي چې دا الوتکې راولي؟ ده (جنرال میلي) راته وویل،‌ پرېښودل یې تر را ایستلو ارزانه تمامېږي. هماغه وخت پوه شوم چې دی احمق دی".

که څه هم پخوانی ولسمشر افغانستان ته د دوه سوه پیلوټانو د لېږلو خبره کوي، خو داسې هېڅ کوم ثبوت یا رپوټ نشته چې امریکا دې په دومر لوی شمېر کې پوځي الوتکې یا چورلکې افغانستان کې پریښي وي.

امریکايي ځواکونه

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا پوځ‌ د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې له افغانستان خپل ټول سرتېري و ایستل.‌

هغه مهال د امریکا پوځي‌چاروکو ویلي وو،‌ یو شمېر پوځي وسایل به له افغانستان وباسي،‌ ځینې به له منځه وړي او ځینې ښایي پرېږدي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له افغانستان د امریکایي پوځيانو د وتلو پر بڼه نیوکې کوي.‌

نوموړي‌ له دې وړاندې هم تور لګولی و چې د امریکایي پوځ ناڅاپي او بېړنۍ وتنه افغانستان کې د اوسني وضعیت لامل شوه.‌

خو د یادونې ده چې امریکا د دوحې تړون له مخې له افغانستان د پوځيانو د ایستلو پرېکړه کړې وه،‌ او دا تړون د ولسمشر ټرمپ په واکمنۍ کې لاسلیک شو او دی یې ملاتړی و.‌

اوسنی ولسمشر جو بایډن هم نیوکه کوي چې دا تړون له پخواني حکومت (د ولسمشر ټرمپ له ادارې) په میراث کې ورته پاتې شوی و او دی مجبور و چې عملي‌ یې کړي او افغانستان کې د امریکا پوځي ښکېلتیا پای ته ورسوي.