کابلوف: د کډوالو څپې مخنیوي لپاره باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشې شي

ضمیر کابلوف، د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی دی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ضمیر کابلوف، د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر ځانګړی استازی دی

روسیې له لویدیځوالو مشرانو غوښتي چې بشري مرستو لپاره د افغانستان کنګل شوې شتمنې خوشې کړې، چې د اروپا پر لور د افغان کډوالو تازه څپو مخنیوی وشي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وايي، هېواد یې لوېدیځوالو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان د شتمنیو کنګل کول ''ښايي په سږني ژمي کې د اروپا پر لور د زرګونو افغان کورنیو د کوچېدو لامل شي. ''

نوموړي د روسیې له ریانوویستي خبري اژانس سره خبرو کې وویل: ''لوېدیځوال د کډوالو له څپې وېږېږي، نو باید د افغانستان پیسې خوشې شي، هر هغه څه باید وکړو چې زرګونه افغان کورنۍ له هېواده وتلو ته اړ نه شي. ''

روسیه مرکزي اسیا سیمو ته د دولت اسلامي نومې ډلې په ګډون د توندلارو وسله والو ډلو له ننوتو وېره لري.

ښاغلي کابلوف له دې مخکې له اروپايي هېوادونو غوښتي و، چې له طالبانو سره تعامل وکړي او اروپايي ټولنه باید په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

نوموړي دغه راز خبرداری ورکړی و، چې افغانستان د ترهګرۍ او مخدره توکو پر لور د سقوط سفر کوي.

د تېر نومبر پای کې د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين هم له لوېديځو بانکونو غوښتنه وکړه چې د بشري اړتياوو په خاطر د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړي.

نوموړي چې په روسيه کې د پانګونې يوه فورم ته خبرو کې ويلي و، "له افغانانو سره د مرستې لپاره اړينه ده چې لږترلږه په لوېديځو بانکونو په ځانګړې توګه امريکا کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازده کړل شي".

د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان میلیاردونه ډالره شتمنۍ او د مرستو پیسې په نړیوالو مالي ادارو کې کنګل شوې دي او تر اوسه هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

یوازې امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان بانک نژدې نهه نیم میلیون ډالره شتمني کنګل کړې ده.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان ټول نفوس نژدې نیمايي وګړي د سږني ژمي په ترڅ کې د خوړو له کموالی سره مخامخ دي، چې که مرستې و نه رسېږي، له سختې لوږې سره به مخامخ شي.