هند، روسيې او چين افغانستان ته د سملاسي مرستو رسولو غوښتنه کړې
د هند، روسیې او چین د بهر نیو چارو وزیران د یوې انلایني غونډې له لارې د افغانستان پر روان خرابېدونکي بشري وضعیت غږېدلي دي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې په دغه درې اړخيزه غونډه کې هند په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او په ځانګړې توګه د افغانانو د ستونزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
دغه غونډه چې مشري يې د هند د بهرنيو چارو وزير جي شنکر کوله په افغانستان کې يې د يوه ټولګډوني حکومت په جوړېدو ټینګار کړی او وايي د ترهګرۍ او مخدره موادو د مخنيوي په لارو چارو هم سره غږېدلي دي.
د هند، روسیې او چین د بهرنيو چارو وزيرانو په دغه ناسته کې ويلي دا ډاډ حاصل شي چې افغانانو ته مرستې له کومې ستونزې او خنډه پرته ورسېږي.
په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله هند له افغانستان سره د ۵۰ زره مټريکه ټنه غنمو مرسته هم اعلان کړې وه چې هغه به د واګه بندر له لارې افغانستان ته استول کېږي.
د دغو مشرانو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې پر طالبانو هم غږ شوی چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک او په هېواد کې د ملګرو ملتونو مرکزي رول ته درناوی وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د بښنې نړیوال سازمان ویلي وو چې پر افغانستان دې هغه اقتصادي بندیزونه سملاسيختم کړل شي چې په دې هېواد کې یې د روغتیا، خواړو رسولو او نورو بنسټیزو خدماتو مخه نیولې ده.
ملګرو ملتونو ویلي، احتمال شته چې په راتلونکو څو میاشتو کې د دې هېواد ۹۷ سلنه وګړي له سختې لوږې سره مخ شي.
په ورته وخت کې په دوحه کې د طالبانو سياسي دفتر له روسيې غوښتي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ په خپلولو کې ورسره مرسته وکړي. د طالبانو د دوحې دفتر دا غوښتنه داسې مهال کوي چې ډېر ژر به په دغه ښار کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د بانکي زېرمو د خوشي کولو په ګډون هر اړخيزې خبرې پيل شي.
یاده دې وي چې د افغان دولت شاوخوا لس ملیارده ډالره شتمني دا مهال د امریکا حکومت لخوا کنګل شوې او طالبان ورته لاسرسی نه لري.
د رويټرز د راپور له مخې د طالبانو له اړخه د دغو خبرو مشري به د طالبانو په حکومت کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي کوي چې پرون دوحې ته رسېدلی دی او د امریکا له اړخه د خبرو مشري به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ پر غاړه وي.