عمران خان: د افغانانو برخليک له خطر سره مخامخ دى

  • ګوربت ننګيال
  • بي بي سي لندن
عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، افغانستان کې روان حالت د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ دى او پر نړيوالو يې دغه هېواد کې د بشري ناورين د مخنيوي غږ کړى.

عمران خان چې اسلام اباد کې یې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، پر افغانستان له لگول شويو محدوديتونو تر ډېره د دغه هېواد خلک اغېزمن کېږي او په وينا يې د نژدې ۴۰ ميليون افغانانو برخليک له خطر سره مخ دى.

عمران خان وويل د سيمې اقتصاد او سوداګري د افغانستان په امنيت پورې تړلي دي.

عمران خان په اسلام اباد کې د سوله ييزې او سوکاله جنوبي اسيا کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل چې د افغانستان اوسنی وضعيت د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ دی، خو وايي کېدی شوی حالت له دې هم خراب او د کورنۍ جګړې لامل شوی وی.

ښاغلي خان وویل:

"لومړی غواړم ووايم چې کېدی شي دا وضعيت خورا نور هم خراب شوی وی. او د دې وېره وه چې په دې هېواد کې کورنۍ جګړه پيل شي. که کورنۍ جګړه بيا پيل شوې وای، کډوالو به يو ځل بيا پاکستان ته مخه کړې وه. افغانستان به په خپله له تباهۍ سره مخ شوی و. خو اوس د افغانستان ژغورل هلته له بشري ناورين سره مبارزه ده".

د پاکستان لومړي وزير نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه امريکا ته خبرداری ورکړ چې د دې بشري ناورين مخه ونيسي.

نوموړي وويل د افغانستان د پيسو زېرمې او بانکې سيستم چې دا مهال کنګل شوی، اغېز يې پر عامو خلکو پرېوځي او په داسې حالت کې بيا ټول اغېزمن کېږي.

عمران خان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عمران خان په سيمه کې د اقتصادي همکاريو لپاره په افغانستان کې پر امنيت او ثبات ټینګار وکړ

عمران خان زیاته کړه:

"موږ به تر خپله وسه هڅه وکړو چې راتلونکې اوونۍ د اسلامي همکاريو د سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې نړۍ ته خبر ورکړ و چې دوی طالبان خوښوي که نه خو دا مهال د څلوېښت ميليونه افغانانو برخليک په خطر کې دی. دوی انسانان دي او پر دوی څه تېرېږي. او که حالات همداسې دوام وکړي د دوی به څه حال وي؟ که امريکا دې کار ته دوام ورکړي او بشري ناورين چې په کوم لور روان دی، ولاړ شي ټول به زيان وويني، پاکستان به تر ټولو زيات زيانمن شي، ايران به هم د کډوالو له سترې ستونزې سره مخ شي او اروپا به هم د کډوالو له کړکېچ سره مخ شي."

عمران خان په سيمه کې د اقتصادي همکاريو لپاره په افغانستان کې پر امنيت او ثبات په ځانګړې توګه د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو پر ټينګښت ټينګار وکړ او ويې ويل چې د دې ډول اړيکو د تامين لپاره په افغانستان کې امنيت ته ډېره اړتيا ده.

افغانستان د منځنۍ اسيا هېوادونو ته د لاسرسي په موخه د پاکستان لپاره د پله په توګه خورا مهم دی.

د دغې سيمې هېوادونه چې ازادو اوبو ته لار نه لري د شوروي اتحاد له ړنګېدو راهيسې د نړۍ بازارونو ته د مناسبو لارو د موندلو په لټه کې دي او پاکستان نه يوازې منځنۍ اسيا بلکې منځنۍ اسيا پاکستان ته هم ډېر اقتصادي ارزښت لري او افغانستان د دغو هېوادونو د نښلولو يوازينۍ لار ده.