ترکیې د کابل هوایي ډګر امنیت ساتلو ته لېوالتیا ښودلې، خو طالبانو یې مخالفت کړی

turkey

د عکس سرچینه، Getty Images

د ترکیې دفاع وزیر حلوسي اکار ویلي، که متحدین یې د سیاسي، مالي او لوژستیکي ملاتړ ژمنه وکړي، یو شمېر ترکي پوځیان به د افغانستان پلازمېنه کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتلو لپاره پاتې شي.

نوموړي دا څرګندونې له یاد هوايي ډګره د ترکي پوځیانو د وتلو او یا پاتې کېدو په تړاو تر څو اونیو بحث او خبرو اترو وروسته کړې دي.

دا مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر کې دوه زره ترکي پوځیان مېشت دي او دمګړۍ هم د ځینو امنیتي چارو مسئولیت پر غاړه لري.

خو طالبانو د ترکیې لخوا د دغه هوايي ډګر د امنیتي مسئولیت منلو سره مخالفت ښودلی دی.

دوحه کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یوه غړي سهیل شاهیل ویلي ترکیې تېر شل کاله د ناټو د غړي په توګه افغانستان کې پوځي حضور ساتلی، او اوس له امریکا سره د دوی د هوکړې له مخې باید خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم بي بي سي ته ویلي، دوی ته په افغانستان کې تر هر نوم او عنوان لاندې د بهرنیو ځواکونو حضور، که هغه د هر هېواد وي، د منلو نه دی.

د نړیوالو سازمانونو اندېښنې

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره د ترکي پوځیانو احتمالي پاتې کېدو ته د طالبانو منفي غبرګون، امریکا او نور هېوادونه چې افغانستان کې مرستندویه ماموریتونه لري، له نوېو اندېښنو سره مخامخ کړې دي.

مرسته کوونکي هېوادونه غواړي چې دا نړیوال هوايي ډګر له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د ټولو الوتنو پر مخ پرانیستی پاتې شي او د نړیوالو کارکوونکو تګ - راتګ له ځنډ او خنډ سره مخامخ نه شي.

د رپوټونو له مخې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو سازمانونو اندېښنه ښودلې چې که د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته راتلونکو میاشتو کې د پلازمېنې کابل امنیتي وضعیت خرابېږي، نو د خپلو کارکوونکو د ایستلو لپاره باید خوندي لاره ولري.

امریکا هم په پام کې لري چې کابل کې د خپل سفارت د خوندیتوب لپاره د پام وړ شمېر ځواکونه وساتي چې تګ - راتګ لپاره به یې امن لارې ته اړتیا ولري.

د ناټو غونډه کې د ترکيې ځواکونو لخوا د دغه هوايي ډګر د امنیت د تامین پر موضوع بحث شوی او نورې سلا مشورې هم روانې دي.

د ځینو رپوټونو له مخې د ترکیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ لیدنه کې به هم پر دې موضوع بحث وشي.

د افغان حکومت لخوا ډاډګیرنه

محب

د عکس سرچینه، ONSC

د کابل نړیوال هوايي ډګر د امنیت په تړاو اندېښنو ته د افغانستان د حکومت ځواب ظاهرآ دا دی چې دغه هوايي ډګر به د نړیوالو معیارونو پر اساس فعال پاتې شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د دغه هوايي ډګر د ترافیکو د کنټرول برخې، د ژغورنې او اور وژنې خدمات، د هواپوهنې څانګه، د هوايي ډګرونو د خوندیتوب مدیریت، رادار سیستم، د څارنې او مخابراتو، سوق او ادارې برخې ولېدلې او دغه راز یې د دغه هوايي ډګر خوندیتوب او امنیتي خدمات وارزول.

ملي امنیت شورا په یوې اعلامیې کې ویلي چې په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي، د افغانستان د امنیت د لېږد د ګډې قوماندانۍ قوماندان، د ملي امنیت تخنیکي مرستیال او په حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې د مېشتو ترک پوځیانو قوماندان هم له ښاغلي محب سره ملتیا کوله.