ولسمشر غني له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې: د سولې بهیر لپاره 'فرصت' شته

د ویډیو تشریح، غني: زه واک سره لېوالتیا نه لرم

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، که د ناټو وروستۍ پرېکړه پر دې وي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، له طالبانو سره "د سولې د بهیر چټکولو فرصت" یې پیدا کړی دی.

ښاغلي غني د بي بي سي له لیز دوسیت سره مرکه کې ویلي، د ناټو تازه دریځ "ټولو ښکېلو غاړو ته داسې نوی فرصت برابروي چې یوځل بیا دې پرېکړې ته ورسېږي چې زور د حل لار نه ده".

ده وویل: "موږ باید یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږو".

د امریکا په مشرۍ ناټو اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځیان لري، چې د طالبانو او امریکا د هوکړې له مخې په پام کې وه دا پوځيان د روان کال تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

خو د ناټو سرمنشي ین سټولټنبرګ تازه ویلي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی ددې پرځای چې کم کړل شي، لا ډېر وی او د دغه هېواد د سولې په بهیر کې هېڅ پرمختګ نه دی راغلی.

محمد اشرف غني
د عکس تشریح، محمد اشرف غني وویل: "موږ باید یوې سیاسي هوکړې ته ورسېږو".

نوموړي د انټرنېټ له لارې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډې ته وینا کې وویل: "په اوس وخت کې افغانستان کې د ناټو د پوځي حضور د راتلونکې په اړه مو هېڅ وروستۍ پرېکړه نه ده کړې".

ددغو څرګندونو په لړ کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین هم یادې ناستې ته ډاډ ورکړ چې د جو بایډن اداره له افغانستانه "په بیړه او بې نظمۍ کې" د وتلو هوډ نه لري.

جرمني هم دې ته ورته دریځ غوره کړی.

افغان ولسمشر بي بي سي ته ویلي، باید په نړیواله کچه "هر اړخیزې هڅې" رامنځ ته شي او "دا پیغام ورکړل شي چې یو ډول ځانګړی چلن د منلو وړ نه دی".

محمد اشرف غني په افغانستان کې د بهرنیو ځوانونو د شمېر په اړه له ځواب ویلو پرته - چې څومره وخت به افغانستان کې پاتې کېږي - وویل دا مسله "د جګړې پر سختوالي پورې تړلې ده".

د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې جمعې په ورځ‌ (فبروري ۱۹) د مونیخ کنفرانس مجازي غونډې ته وینا کې افغانستان ته په اشاره وویل: "زما دولت په قوي ډول افغانستان کې د روانو دیپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي چې دا ۲۰ کلنه جګړه ختمه شي".

جو بايډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جو بایډن: د افغان جګړې ختمولو لپاره د دیپلوماتیک بهیر کلک ملاتړ کوو

ولسمشر غني بي بي سي ته وویل، د جو بایډن له دولت سره د اړیکو په لرلو او د افغانستان د راتلونکې په اړه د نړیوالې ټولنې له چلن "خوښ" دی.

نوموړي په دې مرکه کې د طالبانو د احتمالي بریا په اړه اندېښنې بې ځایه وبللې. هغه وویل "دا ویتنام نه دی.‌ دولت د سقوط په حالت کې نه دی".

دا خبرې داسې مهال شوې چې په دوحه کې د افغان دولت د مذاکراتي ټیم او د طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې درېدلې دي او افغانستان کې تاوتریخوالی یوځل بیا ډېر شوی، خو ولسمشر غني وايي، "شرایط هیله بښونکي دي، نه نهیلي کوونکي".

ولسمشر غني د احتمالي کورنۍ شخړې او جګړې د مخنیوي لپاره د یوه لنډمهالي حکومت په واک کې د طالبانو ورګډولو په تړاو له ګڼو غوښتنو سره مخامخ دی.

ده وویل د ولسمشرۍ تر پنځه کلنې دورې یې سولې ته ډېر اهمیت ورکړی: "راتلونکې به د افغانستان د خلکو له خوا ټاکل کېږي، نه د هغه چا په لاس چې د مېز شا ته ناست وي او خوبونه ویني".