قریشي: د افغان جګړې ملامتي دې نور پر پاکستان نه اچول کېږي

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي، اسلام اباد
شامحمود قريشي

د عکس سرچینه، Shah Mahmood Qureshi FB

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وايي نور باید یوازې پاکستان ته په افغان جګړه کې د ذمه وارۍ ګوته ونه نیول شي.

ښاغلی قریشي وايي افغان سوله یوازې د پاکستان کار نه، بلکې د ټولو غاړو ګډ مسئولیت دی.

هغه دا خبرې نن دوشنبه اسلام اباد کې د سیمه ییزې سولې انسټیټیوټ لخوا جوړې شوې غونډې ته وینا کې کړې دي.

دې غونډه کې له کابله یو شمېر پخوانیو ډيپلوماتانو، سیاستوالو، خبریالانو او فعالانو ګډون کړی و.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې ظاهرآ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب لخوا د تېر کمکي اختر ورځو کې ننګرهار ته د سفر پر مهال په پاکستان توندو نیوکو ته په غبرګون کې کړي.

ښاغلي‌ قریشي څو ورځې وړاندې د پاکستان د پارلمان په یوه غونډه کې هم د ښاغلي محب نیوکو ته توند غبرګون ښودلي و او له افغان ولسمشر یې پوښتلي و چې ولې افغان حکومت له یوې خوا له پاکستان مرسته غواړي او له بلې خوا پرې تورونه پورې کوي؟

ښاغلي قریشي ننۍ ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت پر سلاکار سربېره د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح نوم هم اخیستی او ویلي یې دي چې "زه يې په څرګندونو اندېښنه لرم".

افغان سولې خبرې

د عکس سرچینه، Shah Mahmood Qureshi

افغان حکومت تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو افغان سیال یې محمد حنیف اتمر مخکنیو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي و چې "د پاکستان له همکارۍ پرته افغانستان کې وینه تویېدنه نه دریږي."

شاه محمود قرېشي دې غونډې ته په وینا کې واشنګټن ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني پلان شوي سفر ته اشارې وویل:

"ولسمشر غني به د یوه پلاوي په ملتیا ډېر ژر واشنګټن ته سفر وکړي، چې ښې چارې ورته غواړم.‌ خو زه باید له وړاندې ووایم،‌ چې که د واشنګټن د سفر موخه يې دا وي،‌ چې د پاکستان پر وړاندې د تورونو یوه نوې لوبه پیل شي او د ټولو ناکامیو مسئول پاکستان وګڼل شي، نو زما په فکر دا به چندانې ګټه ونه رسوي. هېڅوک نور دا نه مني چې که چېرې یو څه خراب شول،‌ نو پاکستان يې ذمه وار دی. موږ به يې ذمه واري وانه خلو"

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر دلته دا ادعا هم وکړه چې په افغانستان کې دننه او بهر ځينې داسې کړۍ شته، چې د ده په خبره د سولې ضد دي او په جګړه کې يې ګټه ده. خو هغه د دغو کړیو نومونه وانه خیستل.

افغانستان او پاکستان وړاندې هم څو ځله پر دې ټینګار کړی چې نور به د یو بل د تونولو لوبه په مخ نه وړي، خو د جنګ جګړو او مخالفتونو دوام او سختېدو ته په کتو تر اوسه دې هدف ته په رسېدو نه دي بریالي شوي.