ډیلي او اسلام اباد کې په ورته مهال د افغانستان په هکله غونډې؛ چا په کومه غونډه کې ګډون کړی؟

هند

د عکس سرچینه، TWITTER/@DrSJaishankar

اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو له غونډې سره هممهال هند د منځنۍ اسیا له هېوادو سره د یوې ګډې غونډې کوربه و، چې د پینځو مرکزي اسیايي هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې برخه اخېستې وه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرمانیم جیشنکر، دې غونډې ته وینا کې وویل، چې د افغانستان په تړاو د ډیلي او د منځنۍ اسیا د هېوادو اندېښنې یو ډول دي.

د هندي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د بهرنیو چارو وزیر غونډې ته وینا کې وویل:

''موږ ټول له افغانستان سره کلک تاریخي او کلتوري اړیکي هم لرو. په دې هېواد کې زموږ اندېښنې او هدفونه هم شریک دي چې د یو ټولګډونه او د ولس استازی حکومت، د ترهګرۍ او مخدره توکو پر ضد جګړې، بې خنډه د بشري مرستو رسولو او د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب په هکله دي. ''

نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وویل: ''موږ باید له افغانانو سره د مرستې لپاره لارې چارې ولټوو. ''

دې غونډه کې د قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان بهرنیو چارو وزیرانو داسې حال کې ګډون کړی، چې استازي یې په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره هم استولي وو.

په یاده غونډه کې د افغانستان بحران تر څنګ د سیمه ییزو اړیکو او سوداګرۍ په هکله هم خبرې شوې.

د ډیلي د یکشنبې ورځې په دې غونډه کې ګډون کوونکي هېوادونه د اسلامي همکاریو سازمان غړي دي، چې د بهرنیو چارو وزیران یې په اسلام اباد کې د همدې سازمان غونډه کې د ګډون پر ځای هند ته د افغانستان په هکله رابلل شوې غونډې ته تللي وو.

د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو له ډلې د ۲۰ غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او د ۱۰ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو مرستیالانو یا ځانګړو استازو په اسلام اباد کې د دې سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون کړی.

د مرکزي اسیا هېوادونو او هند تر منځ د غونډو لړۍ دا دریېمه غونډه ده، چې د سیمه ییزو اړیکو او سوداګرۍ په هکله پکې خبرې کېږي.

د پریس ټرسټ اف انډیا په رپوټ کې ویل شوي، د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین له د دې غونډې پرته هم هند ته په رسمي سفر تللی و.

د ډیلي غونډه کې د قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

د عکس سرچینه، Twitter/@MEAIndia

د عکس تشریح، د ډیلي غونډه کې د قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی و.

د چارو هندۍ شنونکې انورادها چنای په دې هکله وايي: ''دا خبرې د هند او مرکزي اسیايي هېوادونو تر منځ کېږي، دا د مرکزي اسیا خبره ده، د او ای سي خبره نه ده. هند هغسې چې له شوروي اتحاد سره ښه اړیکي درلودل، اوس یې له مرکزي اسیايي هېوادونو سره پالي. ''

نوموړې وايي، د افغانستان په هکله نه یوازې هند یا پاکستان اندېښمن دي، بلکې ټوله نړیواله ټولنه په دې هکله اندېښنې لري. دا وايي:

''دا وضعیت یوازې تر افغانستان پورې محدود نه پاتې کېږي، هغسې چې جګړه یوازې تر پولو پورې محدوده نه پاتې کېږي، د بشري حقونو بحران هم له پولو تېرېدای شي. ''

د اغلې چنای په اند د افغانستان ستونزه یوازې امنیت نه دی، بلکې په خبره یې د کډوالۍ ستونزه ورسره زیاتېدای شي او داسې وېره هم شته، چې د نشه یې توکو سوداګري ډېره شي.

بل لور په هند کې د پاکستان پخوانی سفیر عبدالباسط وايي، د ډيلي غونډه له څو میاشتې مخکې په پام کې نیول شوې وه او د افغانستان په هکله په اسلام اباد کې د یکشنې ورځې غونډه یوازې دوې اونۍ مخکې د سعودي عرب په وړاندیز راوبلل شوه.

نوموړی وايي له همدې کبله د اسلام اباد غونډې ته د ګڼ شمېر هېوادونو بهرنیو چارو وزیران نه وو راغلي، خو په وینا یې د دوی مرستیالان یا ځانګړي استازي دې غونډه کې ګډون کوي او ''له همدې کبله د ډیلي او اسلام اباد غونډې پرتله کول مناسبه چاره نه ده. ''

عبدالباسط وايي، ''په افغانستان کې ثبات باید د ټولو لپاره لومړیتوب ولري. ''

د یادونې ده، چې د تېرې نومبر میاشتې پر لسمه نېټه په هند کې د مرکزي اسیايي هېوادونو ملي امنیت سلاکارانو غونډه درلوده، چې د افغانستان بحران یې د خبرو موضوع وه.