امریکا یو ځل بیا طالبانو ته د افغانستان کنګل شویو پیسو له سپارلو انکار وکړ

  • پاینده څرګند
  • بي بي سي
ډالر، پیسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو دا زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي خو امریکا یې له ازادولو بیا انکار وکړ.

امریکا طالبانو ته د افغانستان میلیاردونو ډالرو پولي زېرمې له ور سپارلو بیا انکار کړی دی.

د امریکا د مالیې وزارت یوه مرستیال ویلي چې پر طالبانو د بندیزونو روان ساتل اړین دي خو په وینا یې افغانانو ته باید د بشري مرستو د رسولو لپاره قانوني لارې ولټول شي.

طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو دا زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي.

له دې سره هممهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې مسکو له چین او پاکستان سره په همغږۍ له افغانستان سره د مرستو تکل لري خو په وینا یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنې ته لا چمتو نه دی.

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې ټاکل شوې نن په مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه تر سره شي خو امریکا په کې ګډون نه کوي.

د افغانستان بانک د پیسو زېرمې لویه برخه د امریکا په متحده ایالتونو کې ساتل کېږي.

طالبان دا ځل واک ته تر رسېدلو وروسته له بېلابېلو ډیپلوماتیکو چینلونو هڅې روانې ساتلي چې امریکا قانع کړي افغانستان پورې اړوند تر ۱۰ میلیارد ډالرو ډېرې پیسې له قیده وباسي،

خو د امریکا د مالیې وزارت مرستیال وايي چې په روان وضعیت کې به د طالبانو حکومت پرېنږدي چې زېرمه شویو پیسو ته لاسرسی ومومي.

د امریکا د مالیې وزیر مرستیال واللي ادېیېمو د امریکا د سنامجلس بانکدارۍ کمېټې ته ویلي:

''زموږ موخه دا ده چې د طالبانو پر رژیم او حقاني شبکې خپل بندیزونه پلي کړو، خو هممهاله د اجازه ورکړل شویو بشري مرستو بهیر هم روان وساتو. ''

د امریکا مالیې وزارت چې د بهرنیو هېوادونو پانګې هم ساتي د امریکا متحده ایالتونو له خوا پر هېوادونو او اشخاصو د لګېدلو بندیزونو پلي کولو کې مهمه ونډه لري.

ښاغلي ادېیېمو ویلي چې د بشري مرستو رسوونکو ډلو ته یې په ښکاره ویلي چې د بندیزونو له په پام کې نیولو سره واشنګټن هڅه کوي د مرستې رسولو بهیر کې آسانتیاوې برابرې کړي خو طالبان یې باید په هېواد کې دننه زمېنه برابره کړي.

د سنامجلس بانکدارۍ کمېټې ته په وینا کې د مالیې مرستیال وزیر د طالبانو پر حکومت د بندیزونو پر ساتلو ټینګار کړی خو د داسې لارو چارو لټولو غوښتنه یې کړې چې معقولې بشرې مرستو تر عامو افغانانو ورسېږي.

امریکا او متحدین یې له یوې خوا نه غواړي د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنې او له بلې خوا غواړي له بېوزلو افغانانو سره چې له اقتصادي کړاو سره مخ دي مرستې وکړي.

دا اندېښنه شته چې طالبانو ته د واشنګټن سزا ورکوونکي اقدامات کولی شي په افغانستان کې پراخ انساني ناورین لا ګړندی کړي.

افغانستان، مسکو غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا د مالیې وزارت مرستیال د افغانستان د کنګل کړو پیسو په اړه څرګندونې داسې مهال کړي چې ټاکل شوې نن په مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه تر سره شي خو امریکا په کې ګډون نه کوي.

کابو یوه میاشت وړاندې امریکا افغانستان ته د مرستو د رسېدو د اسانولو لپاره خپلو ادارو او یو شمېر نړیوالو نادولتي ټولنو ته اجازه لیکونه ورکړل چې طالبانو یې هرکلی وکړ.

د امریکا مالیې وزارت وویل چې دوه جوازونه یې صادر کړي یو یې د امریکا حکومت نادولتي سازمانونو او د ملګرو ملتونو په ګډون ځینو نړیوالو سازمانونو ته اجازه ورکوي چې له طالبانو یا حقاني شبکې سره د بشري مرستو په رسولو کې ښکېل شي او دوهم یې د خوراکي توکو صادرولو او بیا صادرولو دارو درملو او نورو اقلامو ته اجازه ورکړې.