امریکا: د ایران لخوا طالبانو سره د غونډې کوربتوب رغند تمامېدی شي

طالبان

د امریکا متحده ایالتونو په محتاطانه لهجه د ایران لخوا د طالبانو او افغان دولت د استازو په ګډون د غونډې د کوربتوب هرکلی کړی او ویلي یې دي، دا راز اقدامات د افغانستان راتلونکي لپاره رغند ثابتېدی شي.

د امریکا د بهرنیو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي: "د افغانستان ګاونډيان باید رغند نقش ولوبوي. ایران چې د دا ډول ناستې په کوربتوب سره څه غواړي ترسره کړي، واقعآ رغنده تمامېدی شي. پایله باید راتلونکي کې ووینو."

د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د دولت او طالبانو د استازو په ګډون د غونډې کوربه و.

ښاغلي ظریف دې غونډه کې "د بین الافغاني خبرو میز ته ګرځېدل" افغانستان کې د سولې د ټینګښت تر ټولو غوره لار وبلله.

نېډ پرایس تهران کې دې ناستې او دوحه کې بین الافغاني مذاکراتو ته په اشارې ویلي: "دا هغه څه دي چې موږ تل د افغانستان د ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو په تړاو ویلي دي. هغوی هم د افغانستان راتلونکي کې ونډه لري او باید خپل نفوذ پر مثبت لوري او د سولې د ملاتړ لپاره وکاروي."

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند افغانستان کې د وروستیو جنګ جګړو او تاتریخوالي په اړه وايي: "هېڅ حکومت به چې د وسلې په زور افغانستان کې واک ته ورسېږي، مشروعیت او ملاتړ ونه لري - نه د نړیوالې ټولنې، نه د افغانستان د خلکو."

طالبانو له افغانستانه د امریکا او ناټو د پاتې ځواکونو د وتلو له لړۍ سره هممهال بریدونه ډېر کړي او په دې لړ کې یې په تېرو څو اوونیو کې تر ۱۶۰ د ډېرو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده، خو افغان حکومت هم د اتیا ولسوالیو له لاسه وتل تائیدوي.

د افغانستان ۳۴ ولایتونه ټولټال ۳۸۸ ولسوالۍ لري.

د امریکا په مشرۍ ټول اېتلافي ځواکونه د ډونلډ ټرمپ د حکومت او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون له مخې له افغانستان وځي.

د جو بایډن ادارې هم دغه تړون ته ژمنتیا ښودلې ده.