ټام وېسټ: طالبانو کانګرس ته خپل لیک کې حقایق ناسم انځور کړي

.

د عکس سرچینه، AFP-Getty image

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، طالبانو په هغه لیک کې چې د امریکا کانګرس ته یې استولی، د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورین په اړه حقایق ناسم انځور کړي‌ دي.

په هغه لیک کې چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي لخوا استول شوی و،‌ د امریکا له کانګرس غوښتنه شوې وه چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په ازادولو کې دې مرسته وکړي.

طالبانو په دې لیک کې ویلي وو، که د امریکا حکومت د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالرو شتمني کنګل وساتي، افغانستان به له بشري او اقتصادي‌ ناورین سره مخ شي.‌

خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د جمعې پر ورځ دې لیک ته په غبرګون کې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، افغانستان د تېرې اګست میاشتې له پېښو وړاندې هم له سخت بشري ناورین سره مخ و.‌

نوموړي ویلي، جګړې،‌ د څو کالو وچکالۍ او د کورونا وېروس ناورین افغانستان کې وضعیت لا پسې خراب کړی و.

ټام وېسټ ویلي، امریکا طالبانو ته واضح کړې وه چې که د روغې جوړې پر ځای د جګړې له لارې واک ونیسي‌ نو افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې بشري مرستې بندې شي، او همداسې وشول.

نوموړي همدا راز طالبانو ته خبرداری ورکړی چې امریکا به ورسره ښکاره او واضحه دیپلوماسي کاروي، او که طالبان مرستې غواړي نو د ترهګرو ضد دې ګامونه پورته کړي،‌ ټولشموله حکومت دې جوړ کړي، د لږکیو، ښځو او نجونو حقونو ته دې درناوی وکړي او دوی ته دې د زدکړو او کار اجازه ورکړي.‌

د طالبانو په لیک کې څه راغلي وو؟

د طالبانو په اوږده پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو ادارې هغه خبرداري یادونه هم شوې وه، چې د ژمي له راتګ سره یې په افغانستان کې د بشري ناورین د خطر احتمال څرګند کړی او د امریکا له حکومته غوښتل شوي وو چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې خلاصې او د افغانستان له حسابونو بندیزونه لېرې کړل شي.

په دې لیک کې د دوحې هوکړې وروسته وضعیت یادونه هم شوې وه او پکې راغلي وو چې له هغه تړون راهیسې طالبانو پر امریکايي ځواکونه بریدونه نه دي کړي او اوس هم ورسره پوځي مخالفت نه لري.‌