بایډن: پر طالبانو باور نه لرم، خو د امریکایانو یو بل نسل افغان جګړې ته نه لېږم

  • پاینده څرګند
  • بي بي سي، لندن
بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستان د امریکايي ځواکونو د اېستلو ننګه کوي او وايي دې ته چمتو نه دی، چې د جګړې لپاره هلته د امریکایانو یو بل نسل هم واستوي .

سپینه ماڼۍ کې د وینا پرمهال ښاغلي بایډن ټینګار وکړ، چې امریکايي پوځیانو پر امریکا د سپټمبر یوولسمې بریدګرو ته د سزا په ورکړې سره خپل لومړني هدفونه ترلاسه کړي دي .

د سرتېرو په خوندي ډول او چټک وتل هغه څه وو چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن پرې د وینا په لومړي سر کې ټینګار وکړ او خوښي یې څرګنده کړه چې د وتلو غوره کړې تګلارې له برکته یې کوم سرتېری نه دی ضایع شوی.

ولسمشر بایډن وویل له افغانستان د امریکایي سرتېرو د اېستلو بهیر پر مهالوېش برابر پرمخ ځي او پوځي ماموریت یې د اګسټ میاشت پر ۳۱مه پای ته رسېږي، خو مخکې ویل شوي وو، چې د سپټمبر میاشتې پر یوولسمه پای ته رسېږي.

ده زیاته کړه په افغانستان کې خپلې پوځي موخې ته رسېدلي او دغلته د تل لپاره نه پاتېږي:

"لکه څنګه چې مې په اپرېل میاشت کې وویل د امریکا متحده ایالتونو په افغانستان هغه څه چې د ترسره کولو لپاره یې ورغلي وو وکړل. یعنې د هغو ترهګرو نیول چې د سپټمبر یوولسمې برید یې ترسره کړ، د اعمالو سزا ته د اسامه بن لادن رسول او د ترهګرۍ ګواښ کمول چې افغانستان بیا په داسې مرکز تبدیل نه شي چې ورڅخه پر امریکا بریدونه دوام وکړي.

"ملت جوړونې ته نه وو تلي"

بایډن وايي، د اګسټ تر وروستۍ به امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

بایډن وايي، د اګسټ تر وروستۍ به امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

د نوموړي په خبره، امریکا دا موخې ترلاسه کړې او دا همدې لپاره تللي وو: "موږ افغانستان ته د ملت جوړونې لپاره نه وو تللي. دا یوازې د افغانانو حق او مسولیت دی چې د خپل راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي او دا چې څنګه خپل هېواد چلوي."

ولسمشر بایډن د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا پر طالبانو باور لري او ایا دوی به واک ترلاسه کړي، وویل چې نه پر طالبانو باور نه لري، خو د درې لکو په شمېر کې پر مجهزو افغان ځواکونو باور لري.

ښاغلي بایډن د امریکایانو مړو، ټپیانو او له رواني پلوه ناروغو سرتېرو ته په اشاره وویل، نور نو سرتېري افغانستان ته نه استوي: "زه به د امریکایانو یو بل نسل افغانستان ته د جګړې لپاره وانه ستوم، هغه هم چې د متفاوتې پایلې ترلاسه کولو لپاره د منلو وړ هیله منتیا موجوده نه وي.

د هغه په خبره، د امریکا متحده ایالتونه په داسې تګلارو کې ګیر پاتېدلی نه شي چې د شل کاله وړاندې نړۍ په ځواب کې طرحه شوې وې: "موږ باید له ګواښونو سره په هغه ځایي کې مقابله وکړو چې نن دي. "

د افغان ځواکونو ملاتړ

بایډن وايي، د افغان ځواکونو ملاتړ جاري ساتي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

بایډن وايي، د افغان ځواکونو ملاتړ جاري ساتي.

ولسمشربایډن وویل، دوی او ناټو همکارانو یې څو سوه زره افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه روزلي او په پرمختللو وسایلو او تجهیزاتو سمبال کړي.

ده ټینګار وکړ چې افغان ځواکونو ته به د وسایلو او پیسو ورکړه دوام مومي او د هوايي ځواک د وړتیا برخه کې به ورسره کار کوي.

ښاغلي بایډن یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هڅه کوي د هوډمنې ډیپلوماسۍ په مټ افغانان پر سوله سره سلا کړي چې دا بې معنا تاوتریخوالی ودرېږي.

ده په دې برخه کې د سیمې هېوادونو ونډه مهمه وبلله. دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ ایران د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو کوربه و او پرون د طالبانو یو پلاوی مسکو ته تللی.

بایډن: افغان حکومت نه پرځي

له طالبانو سره وروستیو جګړو کې تر ۱۵ سوو ډېر افغان سرتېري ګاونډیو هېوادونو ته اوښتي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

له طالبانو سره وروستیو جګړو کې تر ۱۵ سوو ډېر افغان سرتېري ګاونډیو هېوادونو ته اوښتي.

بل لور ته د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن د دې پخلی کړی، چې ډېری بريتانوي ځواکونه اوس له افغانستانه وتلي دي.

خو ښاغلي جانسن د خپل هېواد پارلمان ته خبرو کې ويل، دا دې معنا نه ده، چې له دغه هېواد د بريتانيا ملاتړ پای ته رسېدلی.

د برتانیا لومړي وزیر او د امریکا ولسمشر داسې مهال د خپلو ځواکونو د له وخته لږ وړاندې وتلو خبرې کړې چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی او یو شمېر ولسوالۍ يې لاندې کړي.

همدې وروستیو پېښو ته په اشاره، ولسمشر بایډن د وینا پر مهال خبریالانو وپوښت، چې ایا د امریکا استخباراتي ټولنه دې پایلې ته رسېدلې چې افغان حکومت به وپرځېږي؟ په ځواب ښاغلي بایډن دا خبره ناسمه وبلله، په کلکه یې رد کړه او پر افغان ولسمشر او نورو مشرانو يې باور څرګند کړ.