غني: طالبان دې ولس ته واک ورکړي؛ خلک به خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني یکشنبه ارګ کې د کوچیانو مشرانو ته وینا کوله

افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې جګړه پرېږدي او افغان ولس ته دې واک ورکړي چې د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي.

ښاغلي غني یکشنبه ارګ کې د کوچیانو مشرانو سره په یوه ناسته کې د طالبانو پر مشر ملا هبت الله غږ وکړ چې راڅرګند دې شي او ولس سره دې جرګې ته کېني.

ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته وویل: "لاړ شئ هبت الله پیدا کړئ او ټول ورسره جرګه وکړئ. کوم غار کې پروت دی؟ ژوندی دی که نه؟ چېرې دی؟ که موجود وي نو زما غوندې دې ستاسې په منځ کې، د هرات په دوکانو کې او د مزار په کوڅو کې وګرځي".

ولسمشر غني ویل، که طالبان ولس ته په درناوي قایل دي نو د ولس خبره دې ومني، او ورسره به په شپږ میاشتو یا یو کال کې ټاکنې ترسره شي.

هغه ټینګار وکړ چې افغانستان کې د وینې تویېدنه روا نه ده او هېڅ اسلامي دلیل نشته چې افغانان دې یو بل ووژني.

طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني دې وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې ټینګار کړی چې تر څو ښاغلی غني په واک کې وي، افغانستان کې سوله ناشونې ده.

غني د پارلمان ګډې غونډې ته وینا کوي

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني یکشنبه د کابینې ناستې ته وینا کوله

په ورته مهال ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د دوشنبې پر ورځ (اګست دویمه) به د افغانستان د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یوې ګډې غونډې ته د هېواد امنیتي وضعیت او دې برخه کې د حکومت د لومړیتوبونو په اړه وینا کوي.

ښاغلي غني یکشنبه د کابینې غونډې ته وویل، غواړي په را روانو شپږو میاشتو کې د جګړې لوری په بنسټیز ډول بدل کړي.

ولسمشر غني د کابینې ناسته کې وویل، افغانستان په تېرو دریو لسیزو کې له بې ساري یرغل سره مخ دی او طالبان د سولې او ودانۍ هېڅ اراده نه لري.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړی کریم اتل هم وايي، ټاکلې ده ولسمشر پارلمان ته د امنیت او سولې په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړي او له پارلمان څخه هم ځینې غوښتنې ولري.

طالبانو د ولسمشر غني د دغو څرګندونو په غبرګون کې بي بي سي ته هغه تکراري تورونه بللي.

د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، موضوع له لمره روښانه ده او ټول ملت پوهېږي چې څوک دي او څه کوي.

د جګړې وروستی حال

جګړه

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، د هرات او هلمند په ګډون د افغانستان ګڼو ولایتونو کې جګړه دوام لري

ولسمشر غني په داسې مهال د پارلمان ګډې ناستې ته وینا کوي چې د هېواد بېلابېلو برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

په هرات او د هلمند لښکرګاه کې د تازه نښتو رپوټونه ورکړل شوي او دواړه ځایونو کې له څو ورځو سخته جګړه دوام لري.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، هرات ولایت او د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته د طالبانو ځپلو او له دوی د سيمو بېرته نيولو لپاره سلګونه افغان ځانګړي ځواکونه رسېږي.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري کابل کې خبریالانو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونو په تېره یوه اوونۍ کې ۲۲۱ عملیات کړي، چې پایله کې یې ۱۳۲۳ طالبان وژل شوي، ۷۷۰ نور ټپیان شوي دي، ۱۳۱ کسان نیول شوي دي.

ښاغلي شینوراي وویل، د هرات او لښکرګاه ښارونه له ګواښ سره مخ دي، خو د طالبانو د بریدونو مخه نیول شوې ده.