ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د پنځه میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې

افغانان

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګري ملتونو او مرستندویه ادارو په افغانستان کې دننه له ۲۲ میلیونه کسانو او دغه راز له هغو پنځه اعشاریه اووه میلیونه افغانانو سره چې په کوردننه بې ځایه شوي او یا پنځو ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي، د بشري مرستو لپاره د پنځه میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې 'یو این اوچا ' په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ملګري ملتونه او مرستندویه ادارې نن 'سې شنبه جنورۍ ۱۱ مه ' د مرستې دا غوښتنه په شریکه وړاندې کړه.

ملګري ملتونه وايي، افغانان اوسمهال له یوه داسې بحران سره مخامخ دي، چې په خورا چټکۍ سره په پراخېدو دی.

د بېړنیو بشري مرستو چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال مارټن ګریفتس په دې هکله وايي:

دا د تشې ډکولو لپاره یو مهم اقدام دی چې موږ یې د نړیوالې ټولنې پر وړاندې ږدو. له دې مرستو پرته راتلونکی تت ښکاري، موږ باید دا چاره تر سره کړو او که نه 'د خلکو ' لېږد به وي، او ستړې، ستونځې به رامنځته شي. ''

له افغانستان سره د بشري مرستو لړ کې ملګري ملتونه د څلور اعشاریه ۴۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کوي، چې د مسوولینو په وینا که دغه پیسې ترلاسه شي، د خوړو، دارو - درملو، خوارځواکۍ مخنیوي، څښاک پاکو اوبو، نظافت، سملاسي سرپناه، او خوندیتوب، زدکړو او کرنیزو مرستو لړ کې به د مرستندویانو لخوا افغانانو ته ورسول شي.

له افغان کډوالو او بې ځایه شویو کسانو سره د روغتیا، خوړو خوندیتوب، سرپناه او تعلیم په برخه کې د ۴۰ مرستندویه ادارو لپاره د ۶۲۳ میلیونه ډالرو غوښتنه شوې.

د مسوولینو په وینا د افغانستان نژدې نیمايي اوسېدونکي له لوږې سره مخامخ دي او دغه راز نژدې نهه میلیونه افغانان له خپل کور کلي بې ځایه شوي دي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

د ملګرو ملتونو په وینا تاوتریخوالی، وېره او محرومیتونه د دې لامل شوي چې افغانان پرلپسې د خپل هېواد له پولو هاخوا او په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې د پناه موندلو هڅه وکړي.

مسوولین وايي، اوسمهال دوه اعشاریه دوه میلیونه افغانان د کډوالو په توګه او څلور میلیونه نور افغانان بیا د غیر قانوني کډوالو یا پناه غوښتونکو په توګه په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت دي.

میلیونونه ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې دي او د ښځو او نجونو بنسټیز حقونه له ګواښ سره مخامخ دي.

له هغه وروسته چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، د نړۍ مالي ادارو د افغانستان شتمنۍ کنګل کړې، له افغانستان سره د مرستې پر پیسو بندیزونه ولګېدل، د افغانستان اقتصاد په پرلپسې توګه مخ پر ځوړ شو او د سخت ژمي له راتګ سره د افغانانو ستونزې په ډېرېدو شوې.

د اقتصادي مخ پر ځوړ حالت له کبله په هېواد کې د بې روزګارۍ کچه پراخه شوې او د ډېری افغانانو لپاره د کورنیو پالنه او په ژمي کې د کورونو تود ساتنه ګرانه چاره شوې.