پنټاګون: د افغان پوځ چورلکې به طالبانو ته نه ورکول کېږي

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د نړیدلي افغان پوځ یو شمېر چورلکي تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې (ارشیف تصویر)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د نړیدلي افغان پوځ یو شمېر چورلکي تاجکستان او ازبکستان ته ولېږدول شوې (ارشیف تصویر)

د امریکا دفاع وزارت وايي، هغه چورلکې به طالبانو ته نه سپارل کېږي چې د تېر کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړیدلي افغان پوځ ځینې پیلوټانو ګاونډیو هېوادونو تاجکستان او ازبکستان ته بیولې دي.

تېره شپه د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کیربي په دې هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې وویل، تر اوسه د دې چورلکو د برخلیک په تړاو وروستۍ پرېکړه نه ده شوې، خو په وینا یې دومره معلومه ده، چې طالبانو ته به نه ورکول کېږي.

ښاغلي کیربي وویل: ''موږ د دې چورلکو د برخلیک په هکله لا هم کار کوو، په دې تړاو تر اوسه د تازه پرېکړې معلومات نه لرم، خو فکر کوم داسې باید وانګېرو چې دا به افغانستان ته بېرته نه استول کېږي، چې طالبان یې وکاروي. ''

ښاغلی کیربي وايي، دا چې دې چورلکو سره به څه کېږي، چا ته به ورکول کېږي او کوم ځای به ساتل کېږي، د امریکا دفاع وزارت لا هم په دې هکله غور کوي او کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

د یادونې ده، چې د روانې جنورۍ پر ۱۱ مه د طالبانو د دفاع چارسمبالي وزير ملا محمد يعقوب مجاهد له هغو هېوادونو چې دغه چورلکې په کې دي وغوښتل چې بېرته يې باید افغانستان ته وسپاري.

ښاغلي مجاهد کابل کې د هوايي ځواک قومندانۍ کې د وینا پر مهال د تاجکستان او ازبکستان په ګډون ګاونډيو هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې دغه چورلکې چې د تېر حکومت د پرځېدو پر مهال دغو هېوادونو ته وړل شوي باید بېرته ورکړل شي.

نوموړي زياته کړه: "دوی زموږ طیارې او زموږ جهازونه، هلیکوپټـر دي، که هر څه دي، هغه دې بېرته هېواد ته راولي. که یې نه راولي، بیا موږ کولای شو چې خپل د وس مطابق عکس العمل وښیو. ډېره حوصله مو کړې ده،‌ ډېر صبر مو کړی دی، نوره زموږ حوصله تمامېږي".

د یادونې ده چې د تېر اګست پر پنځلسمه افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره سم د افغان هوايي ځواک لسګونه کارکوونکي او پیلوټان د افغانستان شمالي ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل.

تېر اکتوبر کې بیا د رویترز خبري اژانس په رپوټ کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي له نوم یادولو پرته ویل شوي و، د افغانستان هوايي ځواک هغه نژدې ۱۵۰ پیلوټان او کارکوونکي چې په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته تاجکستان ته تللی وو، ژر امریکا ته لېږدول کېږي.

په رپوټ کې دغه راز ویل شوي و چې امریکا غواړي په تاجکستان کې د افغانستان د هوايي ځواک ټول ایسار پاتې مامورین امریکا ته ولېږدوي.