د ملګرو ملتونو امنیت شورا: افغان کشاله پوځي حل نه لري؛ ښکېلې غاړې دې سملاسي خبرو ته کېني

امنیت شورا

د عکس سرچینه، Getty Images

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې په ورځ (د اګسټ ۶) په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خپله ځانګړې ناسته کې په افغان جګړه کې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې جګړه ودروي او په سملاسي توګه د سولې خبرو ته کېني.

دې ناستې ته ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي په ګډون د امریکا، فرانسې، بریتانیا، روسیې، چین، هند او یو شمېر نورو هېوادونو استازو، د یوناما مشرې ډبورا لاینز او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزراد اکبر ویناوې وکړې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې ډېبورا لاینز وویل، په افغانستان کې جګړه ''یوه نوي، زیات خونړي او ویجاړوونکي پړاو ته داخله شوې ده '' چې تېره یوه میاشت کې یې له کبله ۱۰۰۰ ملکي کسان وژل شوي دي.

اغلې لاینز وايي، دغه هېواد د یوې 'فاجعې ' لور ته ځي او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل چې ''یو غیر مبهم پرېکړه لیک خپور کړي چې پر ښارونو بریدونه باید نور ودرول شي. ''

نوموړې زیاتوي، پر ښاري سیمو برید کولو د درنو ملکي تلفاتو لامل کېږي او ''د پراخو ښاري سیمو ګواښل داسې ښکاري چې د طالبانو یوه ستراتیژیکه پریکړه ده، او دوی د دې له کبله رامنځته کېدونکې احتمالي مرګژوبله منلې ده. ''

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر تېره سې شنبه له هندي سیال جې شنکر سره ټلیفوني خبرو کې د دې ناستې غوښتنه وکړه.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي دې ناستې ته وویل، طالبانو د دوحې تړون او د امنیت شورا قرارداد ماتولو سره افغانستان کې خونړی تاوتریخوالی پیل کړې، خلک یې وژلي او بېځایه کړي او زېربناوې یې ویجاړې کړې دي.

هند د امنیت شورا پړاويز مشر دی او ملګرو ملتونو کې یې دایمي استازي او د دې شورا مشر ټي اېس ټېرو مورتي دې ځانګړې ناسته کې د افغانستان پر روان وضعیت اندېښنه وښوده.

د امریکا استازي ناستې ته وویل، هېواد به یې افغانستان کې یوازې د یوه داسې حکومت ملاتړ کوي چې مشران یې د خلکو لخوا ټاکل شوي وي، بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او لږکیو حقونو ته پکې درناوی وشي او د ترهګرۍ ضد ژمنې پوره کړي.

د روسیې استازي د افغانستان شمال کې پر ناامنیو اندېښنه وښوده او ټینګار یې وکړ چې د مرکزي اسیا هېوادونه په دې اړه جدي اندېښنې لري.

د فرانسې استازې ټینګار وکړ چې باید د سولې خبرو کې مېرمنې هم پوره ونډه ولري، او د بریتانیا استازې د افغانستان پر ګاونډیو غږ وکړ چې د افغان سولې بهیر کې مثبت رول ولوبوي.

دا ناسته داسې مهال کیږي چې دې وروستیو کې د هرات، کندهار، لښکرګاه، نیمرزو او شبرغان په ګډون پر ځینې ولایتي مرکزونو د طالبانو بریدونه پیل شوي او د ښکېلو لورو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.

د بشري وضعیت په اړه اندېښنه

ملګري ملتونه، یوناما، افغانستان

د عکس سرچینه، UNAMA

د عکس تشریح،

د یوناما مشرې په سملاسي توګه د تاوتریخوالي د ختمېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر د جمعې ورځې ځانګړې ناستې ته وویل، داسې شواهد شته چې طالبانو د کندهار سپین بولدک او د غزني مالستان ولسوالیو له نیولو وروسته هلته ولسي خلک وژلي دي.

د یوناما مشرې ډبورا لاینز هم دې ناستې ته وویل، د تېرې جولای میاشتې له پیل راهیسې یوازې په کندهار کې ۴۶۰ ملکیان وژل شوي دي. نوموړې پر طالبانو غږ وکړ چې پر ښارونو دې خپل بریدونه په سملاسي توګه ودروي

یاده دې وي چې طالبانو سپین بولدک او مالستان کې د ملکیانو د قصدي وژنې تورونه په کلکه رد کړي دي.

خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره سه شنبه افغانستان کې د جګړې پر زیاتېدو هم اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي د جګړو پرمهال پر بشري حقونو د تیريو او سرغړونو رپوټونو سخت خواشیني کړي دي.

امنیت شورا خپل بیان کې يو ځل بیا پر پخواني دریځ ټېنګار کړی او ویلي یې دي، افغانستان کې د امارت په نوم د سیاسي جوړښت د بیا رامنځته کېدو پلوي نه ده.

دې بیان کې ویل شوي د امنیت شورا غړي د طالبانو د بریدونو په پایله کې په افغانستان کې پر پراخ تاوتریخوالي ژوره اندېښنه لري او غواړي ژر تر ژره باید تاوتریخوالی کم شي.