ولسمشر غني: ترکیه دې د افغان سولې بهیر کې لا ډېره همکاري وکړي

ولسمشر غني او ولسمشر اردوغان

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې او افغانستان د ډېپلوماټيکو اړیکو د جوړېدو د سلمې کالیزې په درشل کې له ترکیې غوښتي چې د افغان سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په برخه کې ورسره کلکه همکاري وکړي.

د دواړو هېوادونو چارواکو او دیپلوماتانو دوشنبه کابل کې په یوه ګډه غونډه کې د دوه اړخیزه اړیکو پر پراختیا او د سولې، امنیت او سوداګرۍ برخه کې پر ملاتړ ټینګار وکړ.

همدې غونډې ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په پیغام کې په اوسنیو شرایطو کې د ترکیې پر لا کلک ملاتړ ټینګار وشو. د ښاغلي غني په پیغام کې وویل شول چې ترکیه دې له خپله رول په ګټې اخیستنې د افغان سولې له بهیر سره همکاري وکړي.

دغې غونډې ته د ترکیې د ولسمشر په پیغام کې راغلي وو چې د سیمې ثبات د افغانستان په سولې پورې تړلی او دوی تمه لري چې د مذاکراتو له لارې افغان جګړه ختمه شي.

رجب طیب اردوغان خپل پیغام کې وویل، ترکیه له افغانستان سره د هر اړخیزو اړیکو لا پراخیتا او پیاوړي کول غواړي.

امان الله خان

د عکس سرچینه، TEK

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دغه هېواد کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په برخو کې د ترکیې همکاري وستایله. ښاغلي اتمر هم د سولې په برخه کې د ترکیې د لا ډېر ملاتړ غوښتنه وکړه.

سل کاله وړاندې د افغانستان او ترکیې سفیرانو په روسیه کې د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړېدو سند لاسلیک کړ چې له دې سره د دواړو هېوادونو تر منځ ډیپلوماټیکې اړیکې هم پيل شوې.

هغه وخت د افغانستان واکمن شاه امان الله خان او د ترکیې واکمن مصطفی کمال اتاترک و.

ترکیه د ناټو په چوکاټ کې په افغانستان کې سرتېري لري او ویلي یې دي چې د افغان حکومت ملاتړ ته به دوام ورکړي. دغه هېواد له افغانستان سره په روغتیايي، ښوونیزو، امنیتي، کرنیزو او نورو برخو کې مرستې کړې دي.