عبدالله: استانبول ناسته به د افغانستان برخلیک وټاکي

.

د افغانستان ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي په استانبول کې پر افغان سوله جوړېدونکې ناسته به د هېواد برخلیک وټاکي.

د بي بي سي له فارسي ټلويزيون سره مرکه کې د ښاغلي عبدالله عبدالله څرګندونې افغان سولې لپاره د امريکا پر نوې طرحه، ټول شموله حکومت، وړاندې له وخته ټاکنې او په دې برخو کې پر شته ننگونو راټولې وې.

ښاغلي عبدالله په پاریس کې پر یوه ځای د مجاهدینو د وژل شوي قومندان احمد شاه مسعود د نوم اېښودو مراسمو کې د ګډون لپاره فرانسې ته تللی دی.

ټاکلې ده د افغان حکومت او طالب استازو په ګډون د افغان سولې ناسته راتلونکی اپرېل د ترکیې استانبول کې وشي.

ښاغلي عبدالله وویل ، افغان دولت د خبرو د محتوا په اړه چمتووالي سره د استانبول ناسته کې ګډون کوي.

نوموړي د امريکا له لوري وړانديز شوي پلان ته په اشاره وويل، دا طرحه سولې ته د چټکې رسېدنې لپاره را مخې ته کړل شوې.

ښاغلي عبدالله زياته کړه چې د دې طرح يوه برخه د افغانستان د راتلونکې په اړه وه چې افغانستان لپاره زعامت او مشري د ټاکنو له لارې غوره شي.

خو په وينا يې دغه پړاو ته تر رسېدو "دا طرحه د يوه مشارکتي يا واک کې د شراکت د يوې دورې يادونه کوي".

ښاغلى عبدالله وايي افغان دولت د مشارکت د يا د واک ويش پر سر بحث نه دى رد کړى.

وارمخکې ټاکنې

.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني وايي، خپل ځای به د ټاکنو له لارې ځایناستي ته پرېږدي.

عبدالله عبدالله وايي، دوى امريکايي غاړې ته ويلي که طالبان د مشارکت پر موضوع خبرو ته چمتو والی ولري نو دوى تيار دي خو بالاخره بايد د افغانستان برخليک د خلکو له لوري وټاکل شي يانې يو وګړى او يوه رايه.

ښاغلي عبدالله د ولسمشر غني وروستي وړانديز ته په اشاره وايي د ولسمشر نظر دا دى که غواړو چې ژر يوې پايلې ته ورسېږو او طالبان يې ومني نو مخامخ وړاندې له وخته ټاکنو ته تللى شو.

ښاغلي عبدالله وويل د مصالحې د عالي شورا وروستۍ غونډه کې د ولسمشر غني د دغې طرحې يادونه شوې خو په دې تړاو ژور بحث نه دى شوى.

ښاغلي عبدالله وويل دا وړانديز هم د ترکيې په ناسته کې مخې ته کولى شو خو دا چې طالبان څومره چمتو دي چې په څو مياشتو کې مخامخ ټاکنو ته حاضر شي يوه لويه پوښتنه ده.

د پخلاينې د عالي شورا مشر په ډاگه کړه چې دى او ولسمشر غني په خپلو کې د سولې خبرو کې جدي توپيرونه نه لري.

ښاغلي عبدالله وويل د نظرونو توپير طبيعي خبره ده خو نوموړي ټينگار وکړ چې د افغان دولت په کچه تر ډېره د نظرونو نژدېوالى شته او په وينا يې د دوى خپلمنځي بحثونه د سولې خبرو پر وړاندې خنډ نه دى شوى