له "وېرې پرته زدکړې"; د نجونو د تړلو ښوونځیو پرانیستلو لپاره د میندو کمپاین

افغان زده کوونکې

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د یو شمېر نجونو زده کوونکو میندې د څو ښوونځيو مخې ته راټولې شوې وې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو په بیا پرانیستلو کې مرسته وکړي او افغان نجونو ته جدي توجه وکړي.

له "وېرې پرته زدکړې" تر شعار لاندې اعتراض کوونکې مېرمنې په کابل کې د الفتح په نامه ښوونځي مخې ته ټولې شوې وې او وايي، په کورونو کې یې لوڼې بې برخلیکه او له تعلیمه پاتې دي.

يوه مېرمن چې کابل کې ياد ښوونځي ته له خپلو زده کوونکو نجونو سره ورغلې وه وايي، "نن موږ یو وار بیا راغلو چې د ښوونځي دروازې پرانیزو، له بدغه مرغه د الفتح ښوونځي موږ ته اجازه رانکړه چې ور دننه شو او له هغوی د میندو په توګه د خپلو لوڼو حق وغواړو، ترې هیله وکړو چې د ښوونځي دروازې پرانیستل شي."

اعتراض کوونکې مېرمنې پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې ولې د نجونو د تړل شویو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره مرسته نه کوي. دوی وايي، ښوونځي ته د نه تللو له کبله یې لوڼو رواني ستونزې پیدا کړې دي.

اعتراض کوونکې مېرمن وايي، "زه د څلورو لوڼو مور یم، څلور واړه لوڼې مې په کور کې بې برخلیکه پاتې دي. دوی په ۱۱م او ۱۲م ټولګیو کې دي. غوښتل یې چې سږ کال د کانکور ازموینه ورکړي خو له بده مرغه چې ښوونځي یې پرمخ تړل شوي پاتې دي. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې د افغان نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې جدي پام وکړي. "

اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، دوی به خپلې هڅې جاري ساتي او ان که د یوه ښوونځي دروازې هم پرانیزي، دا به د دوی بریالیتوب وي.

افغان مشهور سندرغاړی فرهاد چې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانستلو لپاره یې د کمپاین غږ کړی وو، وايي دې کمپاین مثبتو غبرګونونو هیلمن کړی.

نوموړي پر فېسبوک یوه بیان کې د نجونو د منځنۍ دورې ښوونځيو پرانيستلو لپاره کمپاین ته یو شمېر غبرګونونه را اخیستي چې ځینې یې منفي او ځینې یې مثبت دي.

ښاغلی دریا وايي، که د کمپاین منفي غبرګونو ته وکتل شي نو اوسنی وضعیت ښه درک کېدلی شي.

ښاغلی دریا وايي مثبتو غبرګونونو ته هیله من دی او کافي ده چې د نجونو د زدکړې په اړه مثبت فکر لرونکي سره یو ځای شي، ځکه دی وايي یو سل زره کسیز لښکر له یوه تنه پیلېږي.

نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو سازمانونو هم په افغانستان کې د نجونو د منځنيو ښوونځیو پر بیا پرانیستلو ټینګار کړی او دا یې له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د اړیکو ښه کېدو لپاره مهم شرط هم بللی دی.

خو د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د دغو ښوونځیو د تړلو له پرېکړې څه باندې ۴۰۰ ورځې یا ۱۳ میاشتې تېرېدو سره سره لا هم د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي.

وړاندې د طالبانو ویاند څو وارې ویلي وو چې نژدې راتلونکې کې به د ښوونځیو موضوع حل شي.