تاجکستان: "د طالبانو پر وړاندې مو دریځ نه دی بدل شوی"

سراج الدین مهرالدین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر

د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین ویلي "د طالبانو پر وړاندې د تاجکستان دریځ نه دی بدل شوی."

هغه هیله ښودلې چې طالبان عملآ د ټولو سیاسي او قومي ډلو له مشرانو سره خبرو اترو ته چمتووالی وښیي.

هغه دا راز زیاته کړې چې نړیواله ټولنه له طالبانو د یوه رښتیني پراخ بنسټه حکومت رامنځ ته کول غواړي.

ښاغلي مهرالدین دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت کې یوې خبري ناستې ته کړې دي.

هغه له افغانستان سره د تاجکستان د پولې د امنیت په اړه ویلي چې هېواد به یې د خپلې سویلي پولې د امنیت د خوندیتوب لپاره د ده په وینا له همکارو هېوادونو سره د سلا مشورو په ګډون پر اړینو تدابیرو فکر وکړي.

وړاندې د تاجکستان ولسمشر امامعلي رحمان د "جمعي امنیتي تړون سازمان" د غړو هېوادونو په یوه انلاین ناسته کې وړاندیز کړی و چې له افغانستان سره د پولو په اوږدو کې دې یو امنیتي کمربند رامنځ ته شي.

له دې سره هممهاله د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم دغه ویډیويي کنفرانس ته په خبرو کې قزاقستان کې وروستیو ناارامیو ته په اشارې سره ویلي و "روسیه به هېڅکله سیمه کې انقلاب ته اجازه ورنکړي."

د یادونې ده چې تاجکستان له افغانستان سره د پولې په اږدو کې شل زره اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

سرحد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلي مهرالدین ویلي هېواد یې نړیوالو سازمانونو ته افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره خپلې د لېږد رالېږد زیربناوې په واک کې ورکړې دي.

د جمعي امنیت تړون سازمان غړو هېوادونو تېر اکتوبر کې په لومړي ځل د روسیې په مشرۍ د افغانستان شمالي پولو ته نږدې ستر پوځ تمرینونه هم ترسره کړل.

د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید ډېر ژر افغانستان کې د اوسني سخت بشري کړکېچ پر حل تمرکز وکړي.

سراج الدین مهرالدین ویلي هېواد یې نړیوالو سازمانونو ته افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو لپاره خپلې د لېږد رالېږد زیربناوې او له دې ډلې بندرونو ته ورڅېرمه ۶ پلونه په واک کې ورکړې دي.

ښاغلی مهرالدین وايي تاجکستان د افغانستان شمالي ولایتونو او پلازمېنې کابل ته د بریښنا جریان ته دوام ورکوي.