"دوحه کې بین الافغاني خبرې له اونیو راهیسې په ټپه ولاړې دي"

پلاوی

د عکس سرچینه، APNT

د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاو منلې ده چې دوحه کې د دواړو خواو ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي او له تېرو څو اونیو د دوی ترمنځ هېڅ ناسته نه ده شوې.

په دوحه کې د طالبانود سیاسي دفتر ویاند د محمد نعیم په دې اړه بي بي سي ته ویلي، د دوحې له تړونه د امریکا سرغړونې د بین الافغاني خبرو چارې ګډې وډې کړې دي او سمېدل به یې وخت اخلي.

همدا راز دوحه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي غړي حفیظ منصور له بي بي سی سره خبرو کې ومنله چې له دوو اونیو یې طالب پلاوي سره نه دي لیدلي، خو هیله مندي یې وښوده چې دا خبرې به ژر بیا پیل شي. نوموړی وایي:

"له دوو اونیو ډېر وخت کېږي چې په قطر کې له طالب پلاوي سره خبرې نه دي شوې، خو هره ورځ شونې ده چې دغه خبرې بیا پیل شي. ځکه موږ د خبرو کولو په اړه منفي ځواب نه دی ترلاسه کړی، یوازې خبرې پرې شوې دي او بیا پیلېدلای شي. "

ښاغلی منصور همدا راز وایي، وايي، د ترکیې استانبول کنفرانس په تړاو د نړیوالې ټولنې د استازو ترمنځ سلا مشورې روانې دی.

خو هغه دا اندېښنه هم وښوده چې د اعلان شوې نېټې له مخې، د استانبول کنفرانس ته شپږ ورځې پاتې دي، خو لا هم په دوحه کې د افغانستان مرکچي پلاوي ته تخنیکي اسانتیاوې، لکه ویزې، د کورونا ټېسټ او نورې سفري اسانتیاوې نه دي برابرې شوې.

په ورته وخت کې طالبان هم په نامستقیم ډول مني چې قطر کې د مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې ځنډېدلي دي.

د استانبول کنفرانس برخلیک هم ناڅرګند دی

طالبان

د عکس سرچینه، M. Naeem Twitter

دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې له وړاندې هم ستونزو سره مخامخ وې، خو لومړی د مسکو او اوس د ترکیې د کنفرانس له امله یې برخلیک نور هم مبهم شوی.

بلې خوا ته طالبانو د استانبول په راتلونکي کنفرانس کې هم له ګډونه انکار کړی او وایي، تر هغې چې له افغانستانه ټول بهرني ځواکونه وتلي نه وي دوی به هېڅ داسې ناسته کې ګډون نه کوي چې پکې د افغانستان د برخلیک په اړه پرېکړه کېږي.

خو افغان حکومت بیا دې ناستې ته د بشپړ چمتووالي خبره کوي او ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا ورته د سولې په تړاو جلا طرحې هم چمتو کړې دي.

ترکیه، قطر او ملګري ملتونه د استانبول کنفرانس سمبالوونکي دي. د دې کنفرانس وړاندیز په لومړي ځل د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنک په هغه لیک کې وکړ چې څه موده وړاندې یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته استولی و.

اوس چې طالبانو دې ناسته کې له ګډونه انکار کړی، افغان دولت کې سرچینو هم بي بي سي ته منلې چې ښایي د ټیټې کچې یو پلاوی په دې ناسته کې ګډون وکړي.