د مسکو غونډې څلورو هېوادونو اعلامیه: موږ د "اسلامي امارت"بېرته رامنځته کېدل نه غواړو

سیب

د عکس سرچینه، dr abdullah abdullah/facebook

د ترویکا غونډې څلورو هېوادونو، روسیې، امریکا، چین او پاکستان په وروستۍ اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې سوله د خبرو له لارې د تر لاسه شوي سیاسي توافق له لارې راتلای شي.

دغه بیان کې چې رسنیو ته رسېدلی، له طالبانو غوښتل شوي چې د ملکي تلفاتو مخنیوي په پار د تېرو کلونو په څېر له پسرلینو عملیاتو ډډه وکړي.

په بیان کې دغه راز ویل شوي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۲۰۲۰ کال د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک پر بنسټ چې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو اړوند دی، دغه هېوادونه په افغانستان کې د "اسلامي امارت" بېا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوي.

په بیان کې ویل شوي، موږ د بین الافغاني خبرو له لوریو غواړو چې د بنسټیزو مسایلو په هکله سملاسي خبرې وکړي چې "د راتلونکي تلپاتي سوله ییز دولت" او اوربند اړوند خبرې هم پکې شاملې دي.

دغه راز ټینګار شوی چې د سولې په هوکړه کې باید د ښځو، نارینه وو، ماشومانو، قربانیانو او لږکیو د د حقونو خوندیتوب ته پام وشي.

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د ترویکا د بیانیې هرکلی او ملاتړ کړی دی.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي د مسکو په نننۍ غونډه کې ټولو افغان ګډونوالو خواوو چمتو والی وښود چې افغانستان کې سوله ټېنګه شي.

د روسیې رسنیو په حواله نوموړي ویلي: "له ټولو خواوو سره جدي خبرې وشوې، مهم ټکی دادی چې افغان لوري چمتو دي چې سوله وکړي."

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو نننۍ غونډه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف په وینا پیل شوه. خو د غونډې بله برخه د رسنیو له حضور پرته ترسره شوه.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر ټېنګار وکړ چې افغانان دې پرېښودل شي چې خپل راتلونکی په خپله او د بهرنیانو له اغیز پرته وټاکي. د سولې د روانو خبرو په اړه هغه وویل دې خبرو تر اوسه کومه د پام وړ پایله نه ده لرلې او دی هیله لري چې دې بهیر کې پرمختګ وشي. هغه دغه راز وړاندیز وکړ چې د اړتیا په صورت کې یې هېواد چمتو دی چې د بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب وکړي.

عبدالله عبدالله

د عکس سرچینه، dr abdullah abdullah/facebook

د بندو دروازو ترشا د غونډې بلې برخې ته د راغلو پلاوو مشرانو او ځینو غړو ویناوې وکړې. دې لړ کې د افغان دولت د پلاوي مشر عبدالله ویلي جګړه د حل لار نه ده او هیڅوک نه شي کولی خپله اراده پر نورو وتپي.

ښاغلي عبدالله ویلي 'د افغانستان اسلامي جمهوریت د روان کړکیچ پای ته رسولو برخه کې د ملي حاکمیت پر خوندي کولو ، خپلواکۍ ساتلو او د تېرو کلونو لاسته راوړنو پر خوندي کولو باور لري. '

نوموړي دغه راز ټېنګار کړی چې 'اسلامي جمهوریت د کړکیچ ختمولو په موخه په ځانګړې توګه د افغانانو پر اساسي حقونو، د بیان پر ازادۍ ، د مېرمنو پر حقونو او د خلکو په خوښه او د رڼو ټاکنو له لارې د سیاسي راتلونکې پر ټاکلو ټېنګار کړی. '

هغه زیاته کړه: " یوځل بیا ټینګار کوم، چې جنګ د حل لار نده، ډلې او جریانونه باید په خپلو محاسبو کې دا اصل په نظر کې ونیسي" .

ملا برادر: د 'نوي اسلامي نظام' له رامنځته کېدو وروسته اوربند شونی دی

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

بل لور ته د طالبانو سیاسي مرستیال او د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر ویلي "د دوحې تړون د هیواد د ستونزو لپاره ښه او مؤثره لار ده. موږ له ټولو نړیوالو څخه غواړو چې د شته ستونزو په هواري کې له افغان ولس سره مرسته وکړي. ځکه د افغانستان ثبات او استقرار د ټولو لپاره مهم دی او خپل اغیز پرې لرلی شي. "

ملا برادر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د 'نوي اسلامي نظام له رامنځته کېدو ' وروسته به د اوربند ټینګښت ممکن وي.

د طالبانو سیاسي مرستیال او په قطر کې د دې ډلې د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر ویلي د دې ډلې عملیاتو کې د پام وړ کموالی راغلی او د ده په وینا که د دوحې ژمنې عملي شي اوسنۍ ستونزې هم هوارېدای شي.

ده ویلي طالبانو "ټول شموله اسلامي دولت" غواړي او افغانانو ته دې اجازه ورکړل شي چې" خپل برخلیک په خپله وټاکي".

په مسکو غونډه کې د وینا پر مهال د طالبانو مذاکراتي پلاوي مشر شیخ عبدالحکیم وايي،

''په افغانستان کې سوله هغه وخت راتلی شي چې کله ټول په اسلامي او الهي قانون را ټول شو. ''

نوموړی ټینګار کوي چې له ''اسلامي قانون '' پرته په افغانستان کې سوله نه شي راتلای. د هغه په وینا که بل هر نظام وي‌ ''افغانان به یې پر وړاندې جهاد کوي. ''

د طالبانو ویاند محمد نعیم د نوموړي ځینې خبرې پر خپله ټویټر پاڼه خپرې کړې دي.

حکمتیار: د مسکو غونډه د مقدماتي طرحې لپاره ښه فرصت دی چې د ترکيې غونډه کې نهايي شي

ګلبدین

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د مسکو غونډې په څنډه کې له خبریالانو سره مرکه کې وویل، دا غونډه ښه فرصت دی، خو په وینا یې، "په بشپړ ډول یوه بین الافغاني غونډه" باید وشي او هر لوری باید د جګړې پای ته رسېدو لپاره خپله څرګنده طرح وړاندې کړي "او وکولای شو، یوه لومړني توافق ته ورسېږو چې د ترکیې په غونډه کې یې نهايي کړو. "

ښاغلی حکمتیار وايي، امریکايي ځواکونه باید له هغه مهالوېش سره سم ووځي، چې د دوحې په هوکړه کې یاد شوی دی او د سپینې ماڼۍ لپاره مناسب نه ده، چې خپلې ژمنې نه پوره کوي.

د افغان سولې په تړاو راتلونکې غونډه تاجکستان کې جوړیږي

بل لورته ټاکل شوې چې د آسیا زړه - د استانبول بهیر نهمه غونډه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شي.

دا غونډه د راتلونکې وري میاشتې پر لسمه ( د مارچ ۳۰ ) نېټه د ( د سولې او پراختیا لپاره د اجماع پیاوړتیا ) تر سرلیک لاندې جوړیږي. نن ( پنجشنبې مارچ ۱۸ ) د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د استانبول بهیر د ملاتړو هېوادونو د سفیرانو په ګډون یوه غونډه کې په دوشنبه کې د جوړیدونکې غونډې پر وروستۍ اعلامیې خبرې وشوې.

طالبان د مسکو کنفرانس له تشریفاتو ناراضه دي

ملا برادر

مسکو کې د افغانستان په تړاو د روانې ناستې له ځایه رپوټونه وايي، طالبان د دغه کنفرانس د تشریفاتو له بهیر او له افغانستان د ورغلي پلاوي له جوړښت ناراضه دي.

دغه رپوټونه وايي طالبان د مسکو ناستې ته له کابل د ځینو کسانو له وربلل کېدو سره موافق نه دي.

د طالبانو یوه غړي د هغو کسانو له ډلې چې دوی یې د مسکو کنفرانس کې د ګډون مخالف دي، لږترلږه د مارشال عبدالرشید دوستم نوم اخیستی دی.

تېرو ورځو کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته مسکو کې د افغانستان د سفارت له اړخه په لېږل شوي لیک کې ویل شوي وو چې د ناستې په تالار کې به د افغانستان د پلاوی حضور محدود وي.

د مسکو ناسته کې د ایران استازی حضور نه لري

ایران استازی

د عکس سرچینه، Irna

مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو د روانې ناستې له ځایه د خبریالانو په وینا دې غونډه کې د ایران استازو ګډون نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وړاندې د مسکو په کنفرانس کې د دغه هېواد د احتمالي حضور په اړه ویلي و:

"له ټولو هېوادونو سره د افغانستان په تړاو له نږدې مشوره کې یو. طبیعې ده چې دغه مشوروې د افغانستان د حکومت په چوکاټ کې ترسره کېږي. د روسیې ناستې ته د بلنې موضوع هم تر څېړنې لاندې ده."

دا یوه ورځنۍ غونډه په قطر کې د افغان سولې بهیر چې دا مهال په کې پرمختګ نه لیدل کیږي، د چټکولو لپاره را بلل شوې ده.

دې غونډه کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د پاکستان، چین او ځینو نورو هېوادونو استازي هم برخه لري.

ملي مصالحې شورا د رئیس عبد الله عبد الله په مشرۍ یو پلاوی په دې غونډه کې د افغان دولت استازیتوب کوي.

په دې پلاوي کې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، په قطر کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی، د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلي، د اسلامي جنبش ګوند مشر عبد الرشید دوستم، د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني او د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار شامل دي.