"خلیلزاد د پاکستان پوځي چارواکو سره پر افغان سوله غږېدلی"

.

د عکس سرچینه، COAS

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوشنبه اسلام اباد ته رسېدلی. دا د امریکا نوي ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې اسلام اباد ته د امریکا ځانګړي استازی زلمي خلیلزاد لومړی سفر دی.‌

ښاغلی خلیلزاد اسلام اباد ته له رسېدو سره سم د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او د افغانستان لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي دي. د پاکستان پوځ په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې دواړو خوا د افغان سولې بهیر په اړه خبرې کړې دي.

اسلام اباد کې د امریکا سفارت خپله لنډه خبرپانه کې لیکلي، زلمي خلیلزاد دې کتنه کې د افغان سولې بهیر کې د پاکستان د رول پر اهمیت ټینګار وکړ.

اسلام اباد کې ځایي خبریال طاهر خان د پاکستان حکومتي سرچینو له قوله وایي، زلمي خلیلزاد دې کتنه کې په افغانستان کې د سولې او سیاسي جوړجاړي لپاره د امریکا نوې طرحه هم له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده.

ښاغلي خلیلزاد تردې وړاندې کابل او دوحې ته هم تللی او هلته د افغان حکومت په شمول له طالب استازیو سره هم ملاقاتونه کړي. سرچینو بي بي سي ته ویلي چې نوموړی د پاکستان پوځي چارواکو سره له کتنې وروسته بېرته دوحې ته تللی.

تر دې دمه ظاهراً کوم بل هېواد د افغان سولې په اړه د امریکا وروستۍ طرحې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

خو کابل کې د اروپایي ټولنې استازي رولانډ‌ کوبیا پرون پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو، افغانستان اساسي قانون، ټاکنې پکې شوې دي او د نړیوالې ټولنې لویه برخه د "افغانستان اسلامي‌ جمهوریت" ملاتړ کوي.

ایران: د افغانستان په اړه د غونډې بلنه نه ده را رسېدلې

خطیب زاده

د عکس سرچینه، Tasnim

د عکس تشریح،

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وایي، هر کله یې چې بلنه ترلاسه کړه غور به پرې وکړي

بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي،‌ امریکا له دې هېواد سره د افغان سولې په اړه د کومې غونډې موضوع نه ده شریکه کړې.‌

ایران وروسته له هغه دا خبره کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته په یوه لیک کې ویلي وو،‌ ډېر ژر به د افغان سولې په تړاو د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او نورو استازو غونډه رابولي.‌

ښاغلي بلېنکن په دې لیک کې ویلي، په دې غونډه کې به پر امریکا سربېره د چین،‌ ورسیې،‌ هند،‌ پاکستان او ایران استازي ګډون کوي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده دوشنبه تهران کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې اړه لا د امریکا لخوا کومه بلنه نه ده ورکړل شوې،‌ او کله چې بلنلیک ور ورسېد نو دوی به پرې غور کوي.‌

ځینې کارپوهان وایي،‌ امریکا غواړي د افغان سولې بهیر کې د ایران په راښکېلولو سره تهران سره خپلې اړیکې ښې کړي‌ او د اټومي تړون په ګډون پر نورو دوه اړخیزو موضوعاتو مذاکراتو ته لار پرانیزي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، دوی د افغانستان موضوع له نورو هېوادونو سره د مذاکراتو لپاره نه کاروي.‌