ملي مصالحې عالي شورا: د سولې طرحې مسوده بشپړه او رهبرۍ شورا ته وسپارل شوه

د سولې شورا

د عکس سرچینه، HCNR

د عکس تشریح،

د سولې شورا وايي تسلیم شوې مسوده به د شورا "رهبرۍ کمېټې ته وړاندې شي او تر پرېکړې وروسته به د افغانستان د اسلامي جمهوریت واحد سند وي چې د ترکیې ناستې ته به وړاندې شي."

د افغانستان د روغې جوړې عالي شورا خبر ورکوي چې ځانګړې کومېټې یې د سولې طرحې مسوده له خپل لوري وروستۍ کړې او ورسپارلې یې ده.

د دغې شورا ویاند فریدون خوځون وايي، د طرحو د څېړلو په تړاو د کمېټې غړو نن یکشنبه د طرحو د توحید او نظرونو ارزولو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته د سولې اړوند طرحې مسوده په سپېدار ماڼۍ کې د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله ته وسپارله.

د ملي مصالحې شورا وایي، ځانګړې کمېټې په وروستۍ ناسته کې هم د طرحې د مسودې پر محتوا بیا کره کتنه کړې.

د ښاغلي خوځون په وینا په څو ورځو کې به تسلیم شوې مسوده د شورا "رهبرۍ کمېټې ته وړاندې شي او تر پرېکړې وروسته به د افغانستان د اسلامي جمهوریت واحد سند وي چې د ترکیې ناستې ته به وړاندې شي."

د روغې جوړې عالي شورا مرستیال، حاجي دین محمد، چې پرون یې له امریکايي استازي، زلمي خلیلزاد، سره ناسته ګډون درلود، بي بي سي ته ویلي، چې د ښاغلي خلیلزاد ډېر ټینګار پر دې و، چې د ترکیې د ناستې لپاره دوی ژر تر ژره خپله طرحه بشپړه کړي.

د سولې شورا

د عکس سرچینه، HCNR

د دغې شورا په وینا طرحه کې په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر بنسټیزو او اساسي حقونو، د بشر حقونو، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او معناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمي او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی.

سپارل شوې طرحه د بېلا بېلو لوریو او ګوندونو د څه باندې دېرشو طرحو او نظرونو د څېړلو په پایله کې تدوین شوې ده.

د مسودې تر ترلاسه کولو لږ وروسته سپېدار ماڼۍ خبر ورکړ چې ښاغلي عبدالله له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي، د طرحې په اړه او د ترکیې تر غونډې وړاندې د ملي اجماع په اړتیا يې خبرې کړي.

د سولې شورا

د عکس سرچینه، HCNR

بل لور ته د 'افغانستان ژغورنې حرکت' مشر حضرت عمر زاخیلوال ادعا کړې چې حکومت او د سولې عالي شورا د ترکیې راتلونکې غونډې ته نه چمتووالی لري او نه هم ګټوره طرحه.

نوموړی چې نن په هرات کې د دغه ګوند د فعالیت د پيل په مراسمو کې د ګډون لپاره دغه ښار ته تللی ویلي، افغانستان کې باید راتلونکی نظام ریاستي جمهوري وي.

خو ښاغلي زاخېلوال زیاته کړې چې که لنډمهاله حکومت هم د تل پاتې سولې او ورته نظام جوړولو ته لار برابروي نو ملاتړ یې کوي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني خپله طرحه په ارګ کې یوې ناستې ته او د رسنیو له لارې تشرېح کړه چې په دریو برخو وېشل شوې وه، چې لومړی یې سیاسي جوړجاړی، دویمه برخه یې د سولې حکومت او درېیمه برخه یې د سولې ايجاد، دولت جوړونه او مارکېټ جوړونه نومول شوې وه.

غني

د عکس سرچینه، Arg

ولسمشر غني وویل، د دې طرحې ټوله موخه یو ځانګړي هدف ته رسېدل دي،‌ او هغه هدف یو خپلواکه، ولسواکه، متحد، بې طرف او متصل افغانستان دی.

د ملي مصالحې عالي‌ شورا وار د مخه ویلي چې د ولسمشر غني د طرحې ترڅنګ یې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طرحه هم ارزولې ده.