پر خواله رسنیو "د نجونو ښوونځي پرانیزئ" کمپاین

  • ملایکه احمدزۍ
  • بي بي سي
افغانستان

د عکس سرچینه، Social media

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د تړل شویو ښوونځیو د پرانیستو لپاره پر خواله رسنیو پراخ کمپاين پیل شوی دی.

د "نجونو ښوونځي پرانیزئ" په نامه کمپاین اوس په ټرېنډ بدل شوی، د سیاستوالو په ګډون میندې پلرونه او فعالان پکې د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کوي.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

دا هشټګ هغه ولسي او نړیوال غبرګون په ډاګه کوي چې د نجونو د تعلیم په اړه د طالبانو پرېکړه ننګوي.

له نژدې ۳۰۰ ورځو راهیسې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي.

د طالبانو د حکومت همدې پرېکړې په کور دننه او بهر ډېر غبرګونونه را وپارول.

پخوا هم پر خواله رسنیو د نجونو ښوونځیو پرانیستو لپاره ورته کمپاینونه شوي دي.

د هشټګونو ترمنځ letAfghanGirlslearn هشټګ د جولای میاشتې له لومړۍ نېټې تر نن پورې چې د جولای اتمه ده، شاوخوا ۱۰زره ځلې ټویټ شوی. له کابله سید احمد کریمي په خپل ټویټر د هشټګونو په خپرولو سره لیکلي:

"د خپلو خویندو او لوڼو د حق لپاره غږ پورته کړئ!"

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 2

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي دې ژر تر ژره پرانیزي.

نوموړي پر ټوېټر پيغامونو کې لیکلي:" په هره برخه کې روزل شویو او تعلیم یافته نجونو او هلکانو ته اړتیا لرو. په همدې اساس پر اسلامي سرپرست حکومت غږ کوم چې په ټول هېواد کې نجونو او هلکانو ته د تعلیم د زمینې د برابرولو ترڅنگ له شپږم ټولگي پورته د نجونو ښوونځي هم ژر تر ژره بېرته پیل کړي."

ګلالۍ مومندې لیکلي:

هېوادونه تر ډېره حده د زده کړو او پوهې له برکته پرمخ تللي دی. د کوم هېواد چې نيمه برخه له زد کړو محرومه وي، هغه به څنګه مخې ته ولاړ شي. د یو نیکمرغه او هوسا ژوند لپاره اړینه وسیله علم او زدکړه ده.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 3
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 3

داسې ښکاري له شپږمه پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستو په اړه طالب مشران یوه خوله نه دي.

د بېلګې په ډول د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکزي ویلي:

" موږ ښځې له پامه نه شو غورځولی، دا د ټولنې مهم قشر دی، باید د افغانستان په بیا ودانولو کې، د افغانستان په سیاست کې، د افغانستان په هره برخه کې فعاله ونډه ولري، موږ یې ورکوو، زموږ د نظام په سیوري کې به د نارینه وو او ښځو حقونه خوندي وي."

افغانستان کې نجونې زدکوونکې

د عکس سرچینه، Getty Images

خو په کابل کې د "دیني عالمانو" غونډه کې د طالبانو مشر خپله اوږده وینا کې د نجونو زده کړو او د ښځو د کار په اړه هېڅ ونه ویل.نژدې درې اوونۍ وړاندې د طالبانو ستره محکمه کې ځینو سرچینو بي بي سي پښتو ته و یلي وو، د هغې کمېټې کار بشپړ شوی چې د طالبانو مشر ته یې د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره وړاندیزونه کول.

د دغو سرچینو په وینا، وړاندیزونه یې کندهار کې "خپل مشرتابه ته استولي" خو وايي تر اوسه یې پرېکړه نه ده.

لا نه ده روښانه چې د طالبانو مشر به کله د ښوونځیو د بېرته پرانیستو امر کوي خو د هرې ورځې په تېرېدو د سلګونو زرو نجونو د زدکړو هيلې مړاوې کېږي.