کابلوف: که طالبان ځينې شرطونه ومني د مشروعيت ترلاسه کولو کې ورسره مرسته کولی شو

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي، روسيه چمتو ده که طالبان د بشري حقونو او په حکومت کې د ټولو قامونو ګډون ته لاره هواره کړي نو دوی به د مشروعيت ترلاسه کولو په چاره کې د طالبانو ملاتړ وکړي.

ښاغلي کابلوف د مسکو (اربي کا) ورځپاڼې سره په خبرو کې ويلي، که څه هم د طالبانو په حکومت کې د نورو قامونو استازي شته خو دا کسان هم د طالبانو غړي دي.

نوموړي ويلي، د بشري حقونو په برخه کې د روسيې غوښتنه دا ده چې طالبان د ښځو او نور مدني حقونه ومني او د هغو خوندي کولو لپاره کار پيل کړي.

ښاغلي کابلوف دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې دوې ورځې وړاندې د بريتانيا د وسله وال پوځ پخواني مشر جنرال سر ډېوېډ رېچرډز، هم ورته څرګندونې کړې وې.

نوموړي بي بي سي سره په خبرو کې پر نړيوالو غږ کړی و چې په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي په موخه دې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.

خو نړيوال وايي که طالبان له افغانانو او نړيوالې ټولنې مشروعيت غواړي، په ځانګړې توګه د افغان ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونو ته دروناوی او ټول ګډونی حکومت دې جوړ کړي.

روسي استازي ښاغلي کابلوف ويلي، چې نه غواړي د روسيې غوښتنې پر طالبانو وروتپي، ځکه د ده په وينا افغانستان خپل کلتوري او مذهبي ارزښتونه لري.

خو نوموړي زياته کړې، د طالبانو مشرتابه ته يې سپارښتنه کړې چې د نورو مسلمانو هېوادونو تګلارې مطالعه کړي.

په دې وروستيو کې د طالبانو په رسميت پېژندلو او د داعش سره د مبارزې په تړاو له دغې ډلې سره د همکارۍ خبرې زياتې شوې دي.

تېره ورځ د يو شمېر امريکایي رسنيو په رپوټونو کې راغلي وو چې د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ لپاره د سپينې ماڼۍ نوماند جنرال اېرېک کورېلا په افغانستان کې د داعش ځپلو لپاره له طالبانو سره د همکاری احتمال په ډاګه کړی دی.