د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی: تر هغې به طالبان په رسمیت و نه پېژنو، چې خپل چلند بدل نه کړي

  • سمیع الله موسی‌زی
  • بي بي سي، لندن
ټام ویسټ

د عکس سرچینه، USIP/twitter

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی تامس ویسټ وايي، امریکا له طالبانو سره صادقانه او رښتینې خبرې کوي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ شپږ میاشتو پوره کېدو په مناسبت خپلې اوږدې وینا کې ښاغلي وېسټ ټینګار وکړ، چې امریکا به تر هغې طالبان په رسمیت و نه پېژني، چې خپل چلند بدل نه کړي.

ښاغلي ویسټ همدارنګه وویل امریکا د طالبانو پر ضد د مقاومت دهیڅ ډلې ملاتړ نه کوي او د سیمې له نورو هېوادونو هم غواړي، چې ورته دریځ خپل کړي.

د افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي وویل، چې امریکا د طالبانو د رژیم د پرځولو په لټه کې نه ده او تمه لري چې هغوی خپل حکومت ټولګډونی کړي.

ښاغلي ویست د افغانستان د کنګل شویو پیسو په اړه د ولسمشر بایډن د وروستي حکم د توجیه کولو لپاره ځینی دلایل هم وړاندې کړل.

ښاغلي ویسټ د امریکا سولې انیسټیټوټ کې یوه وینا کې وویل، افغانستان کې د امریکا موخې هماغه دي کومې چې لس کاله وړاندې وې.

نوموړي وویل امریکا افغانستان کې سوله غوښتونکی دولت غواړي چې هیڅکله د هغو ترهګرو لپاره ځاله نه شي چې امریکا او نور متحدین یې ګواښي، داسې دولت چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو د حقونو ساتنه وکړي.

د امریکا استازي له طالبانو سره شوې خبرې سپینې وبللې. هغه له ټولو طالب مشرانو سره ناسته ولاړه نسبي ګټوره او رښتینې وبلله.

خو هغه وویل چې اوس افغانستان کې د امریکا لومړیتوب د بشري ناورین مخنیوی دی.

ده ټېنګار وکړ چې امریکا او نور متحدین باید دې برخه کې سملاسي لاس په کار شي.

ښاغلي تامس د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په اړه د ولسمشر بایډن وروستي فرمان ته په اشارې وویل چې له دې فرمانه ناسم برداشت شوی.

بایډن

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ښاغلی ویسټ وايي، د ولسمشر بایډن له فرمانه ناسم برداشت شوی.

نوموړی وايي د دې فرمان هدف دا وو چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ درې نیم میلیارده ډالره خوندي کړي چې په دې سختو اقتصادي شرایطو کې افغانان ورته اړتیا لري، ځکه د ده په وینا له دې وړاندې ټولو اوه ملیارده ډالرو ته لاس رسی نه کېده.

ښاغلي تامس ویلي کنګل شوې شتمنۍ یوه له هغه پیچلو مسلو وه چې د امریکا حکومت ورسره مخامخ وو.

خو دی وايي نه غواړي د محکمې له حکم وړاندې د پاتې درې نیم میلیاردو ډالرو په اړه څه ووايي، ځکه کېدای شي نیمې یې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانیانو ته ورکړل شي او یا هېڅ ورنکړل شي.

د طالبانو حکومت د دې فرمان غندنه کړې او په افغانستان کې یې پرضد لاریونونه هم شوي دي.

د یادې پېښې د قربانیانو تاوان ځکه له طالبانو غوښتل کېږي چې دا بریدونه القاعده وکړل او د طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال د القاعده مشرتابه ته ځای ورکړی وو.

د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته داعش افغانستان کې د طالبانو لپاره تر ټولو لوی امنیتي سرخوږی بلل کېږی، د امریکا ځانګړي استازې د دې ډلې پر وړاندې د طالبانو د غوڅ دریځ ستاینه وکړه.

ده وویل دی ډاډه دی چې طالبان د دې ډلې پر وړاندې مبارزه کې رښتنیي دي، خو دا ټېنګار یې هم وکړ چې امریکا غواړي طالبان د القاعده ډلې برخه کې هم کړې ژمنې عملي کړي او پرېنږدي چې افغانستان د نورو پرضد وکارول شي.

تامس ویسټ دې لړ کې د جیش او لشکر طیبه چې پاکستانۍ ډلۍ دي یادونه هم وکړه چې باید افغانستان کې فعالیت ته پرېنښودل شي.

هغه ادعا وکړه چې افغانستان کې ناقانونه وژنې چې د طالبانو له خوا د ډله ییزې سزا په توګه کارول کېږي د امریکا لپاره د اندېښنې وړ دي.

څو اونۍ وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته لږ تر لږه د سلو پخوانيو دولتي کارکوونکو او امنیتي منسوبینو وژنه یې مستند کړي ده.

طالبانو دا رپوټ رد کړی وو.

دې امریکايي استازي د نجونو د زدکړې او د ښځو د کار په اړه د طالب چارواکو څرګندونو ته په اشارې وویل دا وینا کافي نه ده او امریکا به له دې وروسته د وضعیت ارزونه کوي.

تامس ویست له طالب چارواکو وغوښتل چې هغه کسانو ته دې سزا ورکړي چې د مخالفینو په تېره د معترضو مېرمنو د لادرکه کولو مسؤول دي.

هغه ټينګار وکړ چې د لادرکه کولو تکتیک باید پای ته ورسیږي، ده وویل د طالبانو واکمنۍ کې خبریالان وهل کیږي او د رښتینو رپوټونو مخه نیول کېږي.

نوموړي طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د تیرو رژیمونو د تېروتنو له تکراره ډډه وکړي او له نورو سره د سولې او روغې جوړې لاره ونیسي.

خو ښاغلي ویسټ ټېنګار وکړ چې امریکا د طالبانو د هیڅ مخالفې وسله والې ډلې ملاتړ نه کوي.

دې امریکايي استازي د سیمۍ ا و د نړۍ د نورو هېوادونو په دې ستاینه وکړه چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت نه دی پېژندلی، هغه وویل دې برخه کې یوه اجماع شته.