ملګرو ملتونو، ترکیې او امریکا د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډې پیل پر نېټه 'هوکړه کړې'

د ویډیو تشریح، افغان چارواکي: د ترکیې غونډې پر نېټې لا هم هوکړه نه ده شوې

یوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ترکیه، امریکا متحده ایالتونه او د ملګرو ملتونو سازمان سلا شوي چې د ترکیې په استانبول کې د افغان سولې په تړاو 'برخلیک ټاکنونکې غونډه ' د روانې اپریل میاشتې پر ۱۶ مه کې پیل شي، چې د وري میاشتې له ۲۷ مې سره برابره ده.

د سرچینې په وینا دا غونډه به لس ورځې دوام وکړي او پکې به هڅه وشي چې افغان دولت، وسله وال طالبان او بیلا بېل سیاسي اړخونه 'د افغانستان سیاسي راتلونکي ' په هکله یوه توافق ته ورسېږي.

بل خوا د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، لا هم د ترکیې لپاره د اجنډا، د استازو پر ګډون او د نېټې په اړه هوکړه نه ده شوې.

حمدالله محب نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د حکومت مشرتابه له بېلا بېلو اړخونو سره د ترکیې غونډې لپاره د چمتوالي په سلا مشورو بوخت دي.

بل لور ته یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، طالبان ټینګارکوي چې د ترکیې غونډه دې له روژې وروسته ترسره شي، خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم بی بي سي ته وویل، تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.

د سږ کال مارچ میاشت کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل، هېواد به یې د افغان سولې خبرو لپاره د یوې مهمې غونډې کوربتوب کوي.

په همدې مارچ میاشت کې د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې خبرو لپاره یوه وړاندیز شوې طرحه او د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو لیک کابل کې له افغان مشرتابه سره شریک کړل.

افغان ولسمشر ته د ښاغلي بلېنکن په لیک کې د ترکیې غونډې وړاندیز شوې وه او دغه راز په وړاندیز شوې طرح کې د 'سولې انتقالي حکومت ' وړاندوینه هم شوې وه.

په طرح کې دغه راز راغلي ملګري ملتونه به د افغان سولې په هڅو کې مرکزي رول لري چې له همدې کبله وروسته ملګرو ملتونو د افغان سولې چارو لپاره خپل یو تجربه لرونکی دیپلومات جان ارنو د استازي په توګه وګوماره.

د افغان سولې فرصت باید له لاسه و نه وځي

ګوندونه

د عکس سرچینه، دفتر سیاسی حزب وحدت اسلامی افغانستان

په ورته مهال کابل کې د ۷ سیاسي ګوندونو یوه شریکه غونډه کې د سولې راتګ لپاره 'له موجود فرصته پر ګټه اخیستنې ټینګار ' وشو.

دغه ګوندونه وايي، په ترکیه کې یې د افغان سولې په اړه جوړېدونکې غونډې لپاره د سولې یوه طرحه هم چمتو کړې ده.

د سیاسي ګوندونو په دغه غونډه کې د صلاح الدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي، حزب اسلامي، وحدت اسلامي، اسلامي جنبش، اسلامي محاذ، افغان ملت او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوندونو ګډون کړی و. یاد ګوندونه تر ډېره په تېرو لسیزو کې په افغانستان کې په جګړې او سیاسي واک کې ښکېل وو.

د دغو ګوندونو سیاسي کمېټې په یوه کنفرانس او وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل، "د سولې پلان" په اړه یې یوه مصوبه چمتو کړې چې په ترکیه کې به یې د افغان سولې په تړاو د ملګرو ملتونو بسپنه ورکوونکو ته وسپاري.

دا پلان به دوی د ترکیې له ناستې مخکې له افغان حکومت او طالبانو سره هم شریکوي. تر اوسه د ترکیې د کنفرانس لپاره دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې، خو مخکې ویل شوي وو چې د روانې اپرېل میاشتې په لومړیو کې به جوړ شي.

سیاسي ګوندونو په یوه خبرپاڼه کې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په دې کنفرانس کې باید ټول بانفوذه ډلې او مشران ګډون ولري.

دغه ډلې وايي، که "د سولې منځته راغلی تاریخي فرصت له لاسه ورکړو، دا به په هېواد کې د څلوېښت کلنې جګړې، خونړیزۍ او کړکېچ د دوام سبب وګرځي او په افغان جګړه ځپلي ولس سربېره به د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم له درده ډک عواقب ولري".

تېره ورځ (جمعه وری ۱۳) د افغانستان اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وویل، د مسکو د ناستې مهمه لاسته راوړنه دا وه چې د ګوند او طالبانو په لوړه کچه خبرې وشوې.

له بهرنیو سفیرانو سره د ولسمشر غني لیدنه

سفیرانو سره د ولسمشر غني غونډه

د عکس سرچینه، Arg

بله خوا، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ځینو هېوادونو له سفیرانو او د نړیوالو سازمانونو له استازو سره کتلي دي.

ارګ وايي، ولسمشر غني په دې کتنه کې د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د سولې په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوري د تشریح سربېره د ګډونوالو پوښتنې هم ځواب کړې.