ملګرو ملتونو افغانستان کې د ښځو او لږکيو د حقونو خونديتوب غوښتنه وکړه

میشل باشله

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا بېړنۍ ناستې ګډونوالو پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه واخلي.

ټاکل شوې د بشري حقونو دا شورا خپل پرېکړه ليک راتلونکو څو ورځو کې خپور کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دې غونډې ګډونوالو افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه وښوده او پر طالبانو یې غږ وکړ چې د ښځو او نجونو د حقونو برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې مخکينۍ غړې فوزیه کوفي د غونډې ګډونوالو ته وویل چې د افغان مېرمنو وضعیت ښه کېدو ټولې هیلې له منځه تللې دي.

نوموړې وویل: "افغانستان داسې یوازینی هېواد دی چې مېرمنې پکې له عامه ژوندانه شړل شوې او د بېوزلۍ او رواني نارامۍ له امله ځان وژنې ته مخه کوي". هغې پر نړیوالو غږ وکړ چې طالبان اړ کړي مسؤولانه چلن وکړي.

د غونډې ګډونوالو دغه راز د ښځو د غونډو مخنیوي، نیولو، وېرولو، جنسیتي توپيري چلن، پر ښځونو محدودیتونو او په ټوله کې له ټولنې د دوی د حذف په اړه اندېښنې وښودې.

فوزیه کوفی، عضو سابق پارلمان افغانستان که از سخنرانان این نشست بود

د عکس سرچینه، UNAMA

په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر اندیشه غونډې ته وویل، افغان نجونې د بشري حقونو له پلوه په ډېر ناوړه وضعیت کې دي، د دوی غږ نه اورېدل کېږي او نړیوالې ټولنې هم د ده په وینا افغانان هېر کړي دي.

د جرمني استازي بیا له افغان ښځو سره د طالبانو چلن د ښځو د ځپلو لپاره یو سیستماتیک چلن وباله.

ده وويل: "طالبان په سیستماتیکه بڼه ښځې او نجونې ځپي. د دوی خپلواکي یې ترې اخيستې، له ټولنې یې حذفوي او په سیستماتیکه بڼه هغوی له خپلو حقونو بې برخې کوي. په دې کار سره دوی د افغانستان راتلونکی له منځه وړي".

د ملګرو ملتونو د غونډې ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي، پرېږدي چې ماشومان له توپير پرته ښوونځیو ته لاړ شي او له هغو کړنلارو دې لاس واخلي چې افغان ښځې یې له هرڅه بې برخې کړې دي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې او لوی شمېر ښځې دولتي ادارو ته خپلو دندو ته نه شي تللی، خو طالبان وايي، د نجونو د زدکړې او د ښځو د کار لپاره مناسب شرایط رامنځته کوي.

دغه راز پر ښځو د حجاب او سفر برخه کې یو لړ بندیزونه لګول شوي دي.

نصیر احمد اندیشه

د عکس سرچینه، UNHR

د عکس تشریح، نصیر احمد اندیشه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته د نيوزیلنډ استازې په خپله وینا کې غوښتنه وکړه چې افغانستان کې دې د بشري حقونو کړکېچن وضعیت سملاسي پای ته ورسول شي.

دې وويل، "افغان ښځې باید په ټولنه کې د خپل حضور او ونډې په اړه د پرېکړې حق ولري. له ټولو مهمه دا چې دوی حق لري چې زدکړه وکړي او خپل راتلونکی روښانه کړي".

افغانستان کې د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنټ چې دې وروستیو کې افغانستان ته تللی و، د دې غونډې بل ګډونوال و. هغه وویل د ښځو د ځپلو برخه کې د طالبانو چلن نړۍ کې ساری نه لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لويې کمشنرې میشل باشلیت بیا خبرداری ورکړی که د افغان ښځو او افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ښه نه شي راتلونکی به لا نور هم تیاره وي.

نوموړي وويل، "که ژر بدلون رانشي راتلونکی به نوره هم تیاره وي. موږ ټول مسؤولیت لرو، موږ ټول باید له افغان مخکښو ښځو سره په ګډه د ښځو د حقونو خوندیتوب ډاډ تر لاسه کړو. د سفر پرمهال چارسمبالي حکومت کې چارواکو راته وویل چې د شریعت له مخې مسؤولیتونه ترسره کوي. د مخکښو ښځو پيغام ډېر جووت و، دوی له چارسمبالي حکومت سره د مخامخ خبرو او په حکومت کې د ونډې غوښتنه کوله. د دې ښځو د دې غوښتنې د پوره کېدو لپاره کار دوام لري".

ریچارد بنت، گزارشگر ویژه سازمان ملل برای افغانستان

د عکس سرچینه، UNHR

د عکس تشریح، افغانستان کې د بشري حقونو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنټ

طالبان بیا وايي افغانستان کې د ټولو حقونه خوندي دي، ناقانونه وژنې چې د دوی په واکمنۍ کې شوې فردي عمل ګڼي او عاملینو ته یې د سزا ورکولو ژمنې کړې.

له پرونۍ (جون ۲۹) غونډې وروسته ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا خپله ارزونه وکړي، د خپل پرېکړه لیک مسوده چمتو او بیا به یې د دوه ورځو په ترڅ کې په اړه پرېکړه کوي.