طالبان: تر کوچني اختره 'لسګونه' دولتي بندیان خوشي کوو

افغان بنديان

د عکس سرچینه، Twitter

افغان طالبانو بي بي سي ته ویلي، د کوچني اختر تر را رسېدو به لسګونه هغه دولتي کسان چې له دوی سره بندیان دي ازاد کړي.

طالبانو ویلي په بېلابېلو ولایتونو کې بندي دغه کسان به د دوی د محاکمو له پرېکړو وروسته خوشې کېږي.

د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم چې له دوی سره د شته حکومتي بندیانو د خوشې کېدو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه، کېدای شي دغه کسان سل او یا یې له هغې هم شمېر زیات شي.

طالبانو تېره ورځ هم رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي وو، په غزني کې هغه ۲۲ تنه عسکر چې دوه یې ټپیان هم وو وروسته له دې چې د هغوی څخه د خطر رامنځته کېدو احتمال له منځه لاړ د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت له بنده خوشي شول.

په افغان حکومت کې امنیتي سرچینو بي بي سي ته تایید کړه چې د ملي اردو کابو زر سرتېري په بیلا بیلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري نیول شوي او اوس له دغه ډلې سره بندیان دي.

دغه باوري سرچینو همدا راز وویل، دې شمېر ته ورته پولیس هم له طالبانو سره بندیان دي، خو د ملي امنیت د ځواکونو په تړاو وايي چې د هغوی شمېر ډېر کم دي.

اشر

د عکس سرچینه، ARG

بل لور ته بي بي سي د ثور د اتمې نېټې په تړاو د ولسمشر هغه فرمان تر لاسه کړی چې د بندیانو د ازادېدو په اړه په کې اړونده ادارو ته سپارښتنې شوې دي.

په دغه پنځه مخیز فرمان کې د طالبانو د بښنې یا خوشې کېدو په تړاو څه نه دي ویل شوي خو ګڼو نورو وګړو ته بیا له بندخونو د ازادېدو یا بند کمښت یادونه شوې ده.

تر ډېره داسې فکر کېږي چې په دې کې به ډېری د جنایي کړنو له امله بندیان شامل وي. که څه هم چې د داسې بندیانو د پرېښودو هرکلی کېږي خو د تېر کال په پیل کې د کورونا د لومړنۍ څپې پرمهال کابل او نورو ولایتونو کې یو شمېر جنايي بندیان پرېښودل شوي وو چې ورسره یو ځل بیا په ځینو ښارونو کې د جرمونو د زیاتېدو په اړه شکایتونه هم مخې ته راغلي وو.