طالبان: تورو لېستونو کې زموږ د مشرانو نومونه د سولې پر وړاندې لوی خنډ جوړوي
افغان طالبانو ویلي، په هېواد کې د سولې پر وړاندې یو لوی خنډ دا دی چې د دوی د یو شمېر مشرانو نومونه لا هم په 'تورو لېستونو' او د 'جایزو په لېستونو' کې دي. طالبانو له ملګرو ملتونو او نورو اړونده ادارو غوښتي چې دا لېستونه دې ژر تر ژره ختم کړي.
یادې ډلې په خپله اونیزه بیانیه کې د خپلو دې مشرانو نومونه نه دي په ډاګه کړي، او د یادو لېستونو په اړه یې هم ډېر جزئیات نه دي شریک کړي.
خو دې ډلې ټینګار کړی چې د دا ډول لېستونو په شتون کې ګرانه ده چې د افغانستان قضیه کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د باور فضا رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په دوحه کې پیل شوي بین الافغاني مذاکرات دا مهال په ټپه ولاړ دي.
همدا راز ټاکل شوې وه چې د تېرې اپرېل میاشتې په وروستیو کې په استانبول کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ خبرې وشي.
خو طالبان په هغه ناسته کې له ګډونه انکار وکړ چې د غونډې سمبالوونکي (ملګري ملتونه، ترکیه او قطر) اړ شول چې نېټه یې وځنډوي.
اوس طالبانو خپله وروستۍ بیانیه کې ویلي: "د دوه اړخیز اعتماد لپاره پکار ده چې له دې لېستونو د طالبانو د غړو نومونه په مشروط ډول نه، بلکې په بشپړ ډول و ایستل شي. دې لېستونو تېرو شلو کالو کې دوی ته هېڅ ګټه نه ده کړې، بلکې د سولې د کامیابۍ پر وړاندې یې خنډ جوړ کړی او ختمول یې یوه مهمه اړتیا ده".
دطالب مشرانو نومونه کومو لېستونو کې دي؟
په تېرو شلو کلونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ځینو طالب مشرانو نومونه داسې لېستونو ته شامل کړي چې له مخې یې دا کسان د سفر اجازه نه لري او ګڼ نور بندیزونه هم پرې لګېدلي.
همدا راز د امریکا حکومت هم وخت نا وخت د ځینو طالب مشرانو د نیولو لپاره د مرستې په بدل کې د نغدي جایزو اعلانونه کړي دي.
له امریکا سره د خپلمنځي مذاکراتو په اوږدو کې د طالبانو یوه مهمه غوښتنه دا وه چې مشران یې باید له دې لېستونو و ایستل شي.
د دواړو خواو ترمنځ د دوحې تړون کې هم د دې لېستونو یادونه شوې ده، او طالبان تینګار کوي چې د یاد تړون له مخې یې باید د مشرانو نومونه نور په تورو لېستونو کې نه وي.
خو امریکایي چارواکو او یا هم ملګرو ملتونو تر دې دمه له تورو لېستونو د طالب مشرانو د ایستلو په اړه خپل دریځ په ښکاره توګه نه دی اعلان کړی.
افغان حکومت بیا په تېر کې ټینګار کړی چې د سولې خبرو د بریا لپاره باید د طالب مشرانو نومونه په دې لېستونو کې پاتې شي، ځکه همدا فشار ښایي یاده ډله خبرو او جوړجاړي ته چمتو کړي.