استانبول کنفرانس ته د دولتي پلاوي نوملړ چمتو دی؛ د طالبانو راضي کولو 'هڅې روانې دي'

shora

د عکس سرچینه، HCNR

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي د افغان سولې په تړاو ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس لپاره د ګډون کوونکي پلاوی نوملړ چمتو شوی او ژر به وروستی او اعلان شي.

د دې شورا ویاند فریدون خوځون وايي چې افغان دولت د ترکیې غونډې لپاره " بشپړ چمتووالی " لري او د سولې لپاره یې یو فرصت ګڼي، خو زیاتوي طالبانو تر اوسه دې غونډه کې د ګډون لپاره هېڅ ډول چمتووالی نه دی ښودلی.

بله خوا د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سې شنبه بي بي سي ته وویل، د قطر، ترکیې او ملګرو ملتونو په ګډون ځینې هېوادونه لا هم دوی سره د استانبول کنفرانس په اړه پر خبرو بوخت دي.

خو نوموړي ټینګار وکړ چې په دې اړه به هله پرېکړه کېږي چې د دوی اندېښنو او شرایطو ته ځواب وویل شي.

طالبانو څو ورځې وړاندې وویل چې له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو تر وتلو د سولې په تړاو هیڅ غونډه کې برخه نه اخلي. طالبانو دا دریځ وروسته له هغه اعلان کړ چې امریکا وویل د روان کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې به ټول ځواکونه له افغانستان وباسي.

ټاکل شوې ده چې د ترکیې غونډه چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ ترسره کیږي د راتلونکې شنبې پر ورځ ( د اپریل ۲۴مه ) پيل او ۱۱ ورځې دوام وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا د دې ناستې لپاره د سولې اړوند جلا طرحې چمتو کړې دي.

ایا طالبان به هم ګډون وکړي؟

طالبان

د عکس سرچینه، M. Naeem Twitter

د طالبانو ویاند له بي بي سي سره خبرو کې دا وضاحت ونکړ چې د ترکیې کنفرانس کې د ګډون لپاره د دوی شرایط او اندېښنې څه دي.

خو دې ډلې څو ورځې وړاندې وویل، امریکا پر ټاکلې نېټه د پوځیانو نه ایستلو سره د دوحې تړون ماتوي، او که داسې کېږي نو دوی راتلونکي کې هم پر امریکا او د سولې چارو کې پر نورو ښکېلو خواو باور نشي کولی.

پر ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو سربېره پاکستان هم هڅه کوي چې د افغان سولې خبرې دوام وکړي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دوشنبه رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې پاکستان طالبان هڅوي چې د سولې خبرو کې ښکیل پاتې شي.

امریکایي چارواکو هم له افغانستان د پوځیانو د ایستلو اعلان سره هم مهاله پر طالبانو غږ کړی و چې د سولې روانو خبرو سره دې پرېکون نه کوي.

د ملي مصالحې عالي شورا داسې مهال د ترکیې په غونډه کې د ګډون کوونکو د نوملړ د چمتووالي خبره کوي چې په کور دننه په دې اړه د نظر اختلاف شته.

تېره اونۍ په ولسي جرګه کې ځینو غړو غوښتنه وکړه چې ترکیې ته تلونکي پلاوي کې باید د قومونو متناسب ګډون ته پام وشي. افغان ملت ګوند هم په دې اړه یوه خبري غونډه کې خپل اعتراض په ډاګه کړ او د ترکیې په کانفرانس کې د ګډون غوښتنه وکړه.