پر طالبانو د بندیزونو غوښتنه؛ د فرانسې پارلمان پنځوس وکیلانو ولسمشر مکرون ته لیک استولی

دغه شپږ مخیز لیک د ولسمشر ایمانوېل مکرون په ګډون اروپايي پارلمان او د اروپايي‌ ټولنې استازولۍ سره شریک شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دغه شپږ مخیز لیک د ولسمشر ایمانوېل مکرون په ګډون اروپايي پارلمان او د اروپايي‌ ټولنې استازولۍ سره شریک شوی

د فرانسې پارلمان تر پنځوسو ډېرو وکیلانو د دغه هېواد ولسمشر ایمانوېل مکرون ته پرانېستی لیک لیکلی او ترې غوښتي یې دي چې افغانستان کې پر طالب چارواکو دې له بشري او د ښځو حقونو نه د سرغړونې له کبله بندیزونه ولګول شي.

دغه شپږ مخیز لیک د ولسمشر ایمانوېل مکرون په ګډون اروپايي پارلمان او د اروپايي‌ ټولنې استازولۍ سره شریک شوی او د فرېډرېک دوما په نوم د فرانسې پارلمان یوې غړې پرون (وري ۲۲/۱۱ اپرېل) پر ټوېټر خپور کړی دی.

نوموړې په خپل ټویټ کې لیکلي، 'له خپلو ۵۶ همکارو مرستیالانو او سناتورانو سره په ګډه مو ایمانوېل مکرون (ولسمشر)، روبرېټا مېټسوله (د اروپا پارلمان مشرې) او جوسېف بورېل (د اروپايي ټولنې مشر استازي) ته لیک کې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده'.

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د ‍پوسټ Twitter پای, 1

په لیک کې ټینګار شوی چې له طالبانو سره دې اړیکې نه عادي کېږي او د دې ډلې چارواکي دې هم نور په بشپړې ازادۍ بهرنیو سفرونو ته هم نه پرېښودل کېږي. په لیک کې همدا راز راغلي:

'تر هغه دې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول ودرول او د دوی بهرني سفرونه دې په کلکه وڅارل شي تر څو چې دوی د ښځو او نجونو حقونو ته په درنښت نه وي قایل شوي او خپلو توپیري او ناوړه چلندونو ته یې د پای ټکی نه وي اېښی'.

د لیک څو نور مهم ټکي:

په دغه پرانېستي لیک کې پر بېلا بېلو مسئلو اندېښنه شریکه شوې. په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو حکومت پر کړنو نېوکه شوې ده او پکې راغلي چې، 'واک ته له بېرته رسېدو راهیسې طالبانو په افغانستان کې په تېرو شاوخوا اوو میاشتو کې له افغانانو په ځانګړې توګه له ښځو د دوی ډېری' بنسټيز حقونه اخېستي دي.

'د مارچ له ۲۳ راهیسې-چې د نوي ښوونیز کال د پیلېدو یوازې څو ساعته تېر شوي وو- د منځنیو ښوونځیو نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې او بېرته خپلو کورونو ته ګرځېدو ته اړ ایستل شوې چې دوی یې له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ کړې دي'.

د دغو وکیلانو په اند، دا هغه عملونه دي چې باید 'بې جزا' پرېنښودل شي، ځکه چې بشري حقونو باندې معامله نشي کېدلی.

د طالبانو حکومت لا دغه لیک په اړه کوم نظر نه دی څرګند کړی خو واک ته له رسېدو راهیسې وايي چې بشري حقونه به نه تر پښو لاندې کوي او ښځو ته به ټول هغه حقونه ورکوي چې اسلام ورکړي دي.

که څه هم طالبانو پوهنتونونو او تر شپږم ټولګي‌ ښکته ښوونځیو ته د فعالیت اجازه ورکړې خو له دې کبله له سختو نېوکو سره مخ دي چې د نجونو منځني ښوونځي یې لا هم تړلي دي، چې دوی یې لامل ځینې تخنیکي‌ ستونزې یادوي او وايي چې حل لارې ورته سنجوي.

د ځينو اعتراض کوونکو ښځينه فعالانو بندي کول، کار روزګار ته نه پرېښودل او د پخواني نظام د ځينو نظامیانو او مامورانو په نښه کول هم هغه څه دي چې له طالبانو یې د ګڼو بهرنیو هېوادونو په رسميت د پېژندنې مخ اړولی دی.

فرانسه هغه هېواد دی چې د طالبانو د سختې مخالفې ډلې شمالي ټلوالې خواخوږی او ملاتړی هېواد بلل کېږي او په تېر کې یې د طالبانو پر ضد د دې مقاومت کوونکې ډلې مشر احمدشاه مسعود سره نږدې اړیکې پاللې.