غني: د جهاد له بریا وروسته سختو او ترخو ورځو د بریا خوند تریخ کړ

ARG

د عکس سرچینه، ARG

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ډاکټر نجیب حکومت مقابل کې د مجاهدینو د بري کلیزې مناسبت پیغام کې وايي، د جهاد بری د افغان ولس د قربانۍ نتیجه ده.

له نن ۲۹ کاله مخکې په همدې ورځ مجاهدینو د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله حکومت نسکور کړ، خو په خپلو کې پر واک د نه جوړېدو له امله د دوی بري کورنۍ جګړې او ګډوډۍ ته لار جوړه کړه.

ولسمشر غني خپل لیکلي پیغام کې ورته خبره کوي او زیاتوي: "د افغانستان ولس له بده مرغه د جهاد تر بریا وروسته داسې سختې او ترخې ورځې ولیدې چې د بریا خوند یې تریخ کړ."

د نوموړي په خبره، "افغانستان او نړۍ د مجاهدینو تر بریا وروسته د بیارغونې او همکاریو زرین فرصتونه وبایلل او دا غفلت د دې لامل شو چې افغانستان امنیتي، سیاسي او ټولنیز بحران ته لاړ شي او اوږده موده په بین‌المللي انزوا کې پاتې شي. "

په نوییمو کلونو کې د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو دوام سره په ۱۹۹۴ کال وسلوال طالبان هم را پورته شول.

دې ډلې د هېواد پر ۹۰ سلنه زیاته ځمکه واکمني خپله کړه، خو امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ بریدونو وروسته امریکا د طالبانو واکمني وپرځوله، خو دا ډله بېرته منظمه شوه او تېر کال امریکا له طالبانو سره د د تړون له مخې افغانستان نه د خپلو ټولو پوځیانو په ویستلو موافقه وکړه.

له طالبانو غوښتنه

ډاکټر نجیب الله

د عکس سرچینه، Getty Images

له امریکا سره تړون کې وسلوالو طالبانو له افغان حکومت سره د سولې لپاره د خپلمنځي خبرو هوکړه هم کړې چې د تېر سپټمبر له ۱۲ پیل شوې دي.

د دې خبرو بهیر کې ځینې لوري د لنډمهالي حکومت خبره هم کوي، ولسمشر غني خپلو خبرو کې بیا بیا لنډمهالی حکومت رد کړی او د ډاکټر نجیب سره ورته تړون او د پخوانیو پېښو د تکرار په مانا یې بولي.

اشرف غني په ننني پیغام کې هم وايي، اوس چې هیواد یو ځل بیا په حساسو شرایطو کې دی، اړتیا ده چې له تېرو ترخو تجربو په ګټې اخیستنې، د سولې پروسې په مدیریت کې له تدبیره کار واخلو.

نوموړی خپل پیغام کې پر طالبانو هم غږ کوي چې له دې "تاریخي درس نه په الهام سره د افغانستان راتلونکي ته پام وکړي او د جګړې، تاوتریخوالي او وراني په ځای خپلې سیاسي موخې په ملي او ډیموکراټيکو بهیرونو کې ګډون او د خلکو ارادې ته په رجوع تعقیب کړي."

د دې ورځې په مناسبت د افغانستان ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله هم د مجاهدینو تر بري وروستو پېښو باندې خواشیني ښيي او وايي دا ډول پېښې هیچا هم نه غوښتې.

د طالبانو پیغام

طالبان
د عکس تشریح، د مجاهدینو خپلمنځي جګړو پسې طالبان را پورته شول.

وسلوالو طالبانو دوه ورځې مخکې د ثور اومې او اتمې د پېښو په هکله خپل پیغام کې پر مجاهدینو نیوکې کړې چې د واک لپاره یې د افغانانو ۱۴ کلنې هیلې له خاورو سره برابرې کړې:

"څو وږیو او ځان غوښتونکو یو ځل بیا زموږ د ملت سپېڅلي ارمانونه د ګوندي جګړې د اور خوراک کړل."

دا ډله خپل پیغام کې له امریکا سره د خپلې شل کلنې جګړې یادولو سره وايي: "نن هم زموږ ملت په یوه ستر ازمون کې دی، شل کاله مو د ۲۱ پېړۍ له زبرځواک امریکا او د هغوی له متحدانو سره د خپلواکۍ او اسلامي نظام پر سر مبارزه وکړه. "

دا ډله په بیان کې زیاتوي چې امریکا له دې ډلې سره پر ژمنو ودرېږي او افغانان خپلې خوښې ته پرېږدي او نور یې په چارو کې د هغوی په ټکو بې ګټې لاسوهنه ونه کړي.

د غوايي اتمه

د مجاهدینو له بري څو اونۍ وروسته خپلمنځي جګړه پیل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مجاهدینو له بري څو اونۍ وروسته خپلمنځي جګړه پیل شوه.

د ډاکټر نجیب د حکومت پرځېدو سره مجاهدین د ۱۳۷۱ کال د غوايي میاشتې پر اتمه کابل ته ننوتل او له هغه راهیسې هر کال دا ورځ لمانځل کېږي.

د طالبانو تر پرځېدو وروستو لومړنیو کلونو کې دا مراسم حضوري چمن کې جوړېدل، خو پر ۱۳۸۷ کال پر دې مراسمو له برید وروسته محدود شول.

وروستیو کلونو کې دا مراسم ارګ کې او له دودیزو تشریفاتو پرته کېدل، چې اصلي لامل یې هم د وسلوالو مخالفانو د بریدونو او د ممکنه مرګ ژوبلې مخنیوی بلل کېږي.

صبغت الله مجددي د مجاهدینو لومړنی ولسمشر و.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، صبغت الله مجددي د مجاهدینو لومړنی ولسمشر و.

د ۱۳۷۱ لمریز کال د غوايي له اتمې څو اونۍ وروسته د مجاهدینو ترمنځ خپلمنځي جګړه پیل او د طالبانو ښکېلېدلو سره نږدې لس کاله روانه وه.

لومړیو کې دا جګړه تر ډېره کابل کې وه، خو د طالبانو ښکېلېدو او د دې ډلې لاس ته د کابل تر ورتلو وروسته جنګ ورو ورو نورو ښارونو او سیمو ته هم وغځېد.