اسټن: د امریکايي پوځ د وتلو بهیر ښايي تر وخت مخکې بشپړ شي

استین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لوییډ اسټن وايي، امریکايي پوځ افغان مامویت بشپړ کړ.

د امریکا دفاع وزیر لوییډ اسټن وايي، ښايي تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان د ټولو امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېر اپرېل کې وویل، د دغه هېواد ځواکونه به د سپټمبر تر یوولسمې له افغانستان ووځي، خو لوییډ اسټن د پنجشنبې په ورځ د کانګرس دفاعي بودیجې جرګه ګۍ ته وویل، دا بهیر ښايي له ټاکلي وخت مخکې بشپړ شي:

"د سرتېرو د اېستلو بهیر له پلان سره سم روان دی، په حقیقت کې ان لږ وړاندې. موږ هغه ماموریت بشپړ کړ چې تر سرولو لپاره یې افغانستان ته لېږل شوي وو او زه پرې ویاړم. "

د امریکا دفاع وزیر دا څرګندونې د کانګرس له هغې غونډې وړاندې وکړې چې ټاکلې ده غړي یې د دفاع وزارت لپاره د ۷۱۵ میلیارد ډالرو پر بودیجه غور وکړي.

لوییډ اسټن له افغانستان له مهال وېش وړاندې د ځواکونو بشپړېدو په تړاو نور څه ونه ویل، خو څرګندونې یې د دفاع وزارت یا پنټګان د تېرې سې شنبې له هغه رپوټ سره همغږې وې چې وايي، د ځواکونو اېستلو بهیر یې وار مخکې له شپاړس سلنې تر پنځویشت سلنې بشپړ شوی دی.

د رپوټ له خپرېدو وروسته د پنټګان ویاند دا هم زیاته کړه چې د امریکا مرکزي قومنداني پر افغانستان څار ساتي او هېواد یې له دغه هېواد سره ډيپلوماټیکو اړیکو ته دوام ور کوي.

د ژباړنو اېستلو کې چټکتیا

ژباړن(ښي لور ته) له ځايي ځلکو مالوماتو اخیستلو کې له امریکايي پوځي سره مرسته کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ژباړن(ښي لور ته) له ځايي ځلکو مالوماتو اخیستلو کې له امریکايي پوځي سره مرسته کوي.

له بلې خوا د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي وايي، له افغانستان د ټولو ځواکونو تر وتلو مخکې د هغو افغانانو د اېستلو پلان پر "چټکول" کار کوي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

د نوموړي په خبره، ډېری هغه ژباړن او نور کسان چې له امریکا سره یې کار کړی دی د طالبانو د بریدونو له خطر سره مخ دي.

د یوه ځانګړي پروګرام له مخې نږدې ۱۸ زره افغان وګړو امریکا کې د کډوالۍ غوښتنه کړې، خو دا پروګرام وځنډېد او له امله یې له کلونو راهیسې منتظر دي.

د جنرال مېلي د خبرو متن د نوموړي دفتر خپور کړی چې پکې راغلي: "زه پوهېږم چې پام وړ افغانانو د متحده ایالتونو او ټلوالې ملاتړ کړی او ښايي په خطر کې وي. "

نوموړي زیاته کړه "مهمه مسله دا ده چې اوس موږ دغو افغانانو ته ژمن اوسو او د دوی د خوندیتوب لپاره اړین کارونه وکړو. "

ښاغلي میلي دا هم ویلي چې بهرنیو چارو وزارت دا مسله څاري.

له بلې خوا تمه ده د امریکا دفاع وزارت اسیا پسیفیک کې یواځنۍ الوتک لېږدوونکې بېړۍ له افغانستان د ځواکونو اېستلو بهیر سره د مرستې لپاره د منځني ختیځ په لور وخوځوي.

د یو اېس اېس رونالډ رېګن په نوم دا بېړۍ چې اوس جاپان کې ده ښايي د دوبي پیل کې د افغانستان په لور خوځښت پیل کړي او سیمه کې به څلور میاشتې فعاله وي.

کابل ته د شپږ سوه امریکايي سرتېرو تګ

امریکايي سرتېري

د عکس سرچینه، Reuters

په دا مهال د بریتانیا سان ورځپاڼه وايي، امریکا غواړي د خپلو ټولو ځواکونو تر وتلو مخکې ۶۰۰ سمندرساتي ځواکونه کابل ته ولېږي چې د طالبانو لاس ته د پلازمېنې د ورتلو مخه ونیسي.

دا ورځپاڼه زیاتوي د ترکیې یو پوځي یونټ به د کابل هوايي ډګر امنیت ونیسي.

دا رسنۍ وايي، دې برخه کې به بریتانوي ځواکونه هم له امریکایانو سره مرسته وکړي.

سان ورځپاڼه کابل هوايي ډګر کې د ترک ځواکونو د مېشتېدو په هکله د یوې سرچینې له خولې وايي: "دا هوايي ډګر مهم ځای دی او ترې پرته د بهرنیو ځواکونو د وتلو امن لار نشته."

دا سرچینه زیاتوي: "ترک ځواکونه مسلمان دي، ځکه طالبان هم نه شي ویلی چې کافران افغان خاوره کې دي. خو ترکان یوازې دا ماموریت بشپړول نه غواړي او پوښتنه دا ده چې څوک به ور سره مرسته کوي. "

د ترکیې یوې پوځي سرچینې هم ویلي که افغانان وغواړي ځواکونه به یې افغانستان کې پاتې شي.

ترکیه د ناټو چوکات کې شپږ سوه سرتېري افغانستان کې لري.