د لوېدیځ خبرداری: له ښوونځیو د نجونو راګرځول د طالبانو د مشروعیت هڅې اغېزمنوي

نجونې

د امریکا او بریتانیا په ګډون ځینو نورو مهمو هېوادونو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو نه پرانیستل په ګډه غندلې دي.

په اعلامیه کې دا خبرداری ورکړ شوی چې دا چاره به په کور دننه او بهر د سیاسي ملاتړ او مشروعیت موندلو لپاره د طالبانو پر هڅو حتمي اغېزه ولري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له ژمنې سره سره د نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو د پرانیستو اجازه نه ده ورکړې چې په کور دننه او بهر یې پراخ غبرګونه پارولي دي.

د امریکا، بریتانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا او ناروې بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې جګپوړي استازي په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، د "طالبانو دا پرېکړه چې د افغان نجونو لپاره له شپږ ټولګي پورته ښوونځي خلاص نه شي، په یوه خوله غندي."

دوی ویلي د طالبانو دا ګام د دوی لخوا افغانانو او نړیوالې ټولنې ته له ورکړ شوي ډاډ سره ټکر کې ده.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د نن جمعه ناوخته د طالبانو افغانستان کې له متوسطه او ثانوني زدکړو د نجونو د راکرځول کېدو په اړه غونډه لري.

دا غبرګونونه تر هغې وروسته راپورته شوي چې طالبانو د خپلو مخکنیو ژمنو پر خلاف د ۱۴۰۱ لمریز کال له پیل سره د کابل په ګډون د افغانستان سړو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پرانیستل کېدو ته اجازه ورنه کړه.

د اروپايي ټولنې او شپږو لوېدیزو هېوادونو ګډه اعلامیه وايي چې طالبانو دا پریکړه داسې مهال وکړه چې نړیوالې ټولنې میاشتې میاشتې په دې تمه افغانستان کې د ښوونکو په ملاتړ کار کړی، چې ښوونځي به د ټولو پر مخ پرانیستل شي.

افغانستان

دوی زیاتوي چې افغان زدکوونکي او ښوونکي د ښوونځیو پرانیستل کېدو ته ډېر لیوال وو.

په دغه اعلامیه کې وايي "پر طالبانو غږ کوو خپله دا پرېکړه چې ناوړه پایله به یې افغان نجونو ته د هغې (پرېکړې) له زیان خورا لوړه وي، بېرته ژر واخلي."

طالبان چې پر افغانستان له واکمنېدو راوروسته یې د ښوونځیو پرانیستل کېدو لپاره پر یوه طرحه د کار خبره کوله، د نجونو د ثانوي او متوسطه ښوونځیو د بند پاتې کېدو ستونزه 'تخنیکي' ګڼي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویلي چې دا طرحه بشپړه او "مشرتابه" ته استول شوې خو دا چې ځواب یې نه دی ترلاسه کړی نو ښوونځي نشي پرانیستی.