جورج بوش: له افغانستان د پوځیانو ایستل لویه تېروتنه ده

بوش

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

جورج بوش ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته د امریکایي پوځیانو استولو پرېکړه کړې وه

د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش له افغانستان د امریکا او ناټو پوځیانو د ایستلو پرېکړه غندلې او دا یې یوه لویه تېروتنه بللې ده.‌

ښاغلی بوش د امریکا هغه ولسمشر و چې په ۲۰۰۱ کال کې یې پر نیویارک او واشنګټن د القاعدې له بریدونو وروسته افغانستان ته د امریکایي پوځیانو لېږلو پرېکړه کړې وه.‌

نوموړي د جرمني 'دویچ وېلې' خبري شبکې سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، وېره لري چې که بهرنیان له افغانستان ووځي نو د دې هېواد ښځې او نجونې به له سخت کړاو سره مخ شي.

هغه همدا راز د هغو افغان ژباړونکو او نورو کارکوونکو د برخلیک په اړه هم اندېښنه ښودلې چې په تېرو شلو کالو کې یې افغانستان کې له بهرنیو پوځیانو سره دندې ترسره کړې دي.

ښاغلی بوش وایي، وېره لري چې دا کسان به په تش میدان پاتې شي‌ او د طالبانو په لاس به 'قتل عام' شي.

د امریکا دغه پخوانی ولسمشر داسې مهال د خپلې پیل کړې جګړې د پای په اړه اندېښنه ښیي چې امریکا د راتلونکې اګست میاشتې تر پایه په افغانستان کې د خپل پوځي‌ ماموریت د ختمولو اعلان کړی.

له دې اعلان سره هممهاله افغانستان کې جګړې هم زور اخیستی او طالبانو په تېرو دوو میاشتو کې لسګونه ولسوالۍ، بندرونه او تجارتې لارې نیولې دي.

د افغانستان په اړه د اروپایانو اندېښنه

ترکیه، حامدکرزي هوايي ډګر، امنیت، طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

شنونکي وایي، امریکا له افغانستان د پوځیانو ایستلو پرېکړه پر اروپایانو ور وتپله

له 'دویچ وېلې' شبکې سره خپله تازه مرکه کې جورج بوش ویلي، د جرمني صدر اعظمه انګلا مرکل هم له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په اړه د ده په څېر احساس لري، په دې معنا چې ګواکې اغلې مرکل هم د پوځیانو په وتلو خوشحاله نه ده.

که څه هم چې ناټو او امریکا له افغانستان د پوځیانو د ایستلو پرېکړه په ګډه وکړه، خو له رسمي اعلان وړاندې اروپایي دیپلوماتانو تر ډېره د افغانستان د اوسني جمهوري نظام په ملاتړ او د طالبانو پر ضد څرګندونې کولې.

شنونکي هم په دې باور دي چې امریکا د پوځیانو د ایستلو او افغانستان کې د پوځي ماموریت د ختمولو پرېکړه پر اروپایانو ور وتپله.

د دوی په باور، د امریکا له پوځي او مالي ملاتړ پرته اروپایان د دې توان نه لري‌ چې افغانستان کې پاتې شي او د احتمالي ګواښونو پر ضد جګړه وکړي، نو ځکه یې زړه نا زړه د پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړه.‌

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو نوي قومندان جنرال مېک مېکنزي دوشنبه کابل کې یوې غونډې ته وویل، د پوځیانو ایستل د یو نوي څپرکي پیل دی او دوی به د افغان حکومت او خلکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل، دی به له دې وروسته له قطره افغانستان کې د خپل ماموریت قومانده کوي.

جنرال مېکنزي وایي، د نوي ماموریت مهمې موخې یې دا دي چې کابل کې د خپل سفارت او دیپلوماتانو ساتنه وکړي، د کابل هوایي ډګر امنیت خوندي کړي او د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.