یوناما: 'که د سولې له فرصته ګټه وانخیستل شي، د افغانانو په لاس به نور افغانان ووژل شي'

UNAMA

د عکس سرچینه، UNAMA

د عکس تشریح، د یوناما مشره زیاتوي، د سولې له هر فرصته باید ګټه واخیستل شي، که سم لاسي د تاتریخوالي کچه راټیټه نه شي، زرګونه ولسي افغانان به په ۲۰۲۱ کال کې د افغانانو په لاس ووژل او ټپي کړل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وايي، د ۲۰۲۱ کال لومړیو دریو میاشتو کې ۵۷۳ ولسي وګړي وژل شوي او تر دوولس سوو ډېر ټپیان شوي دي.

دا اداره خپل تازه رپوټ کې وايي، د روان میلادي کال د سږنیو دریو میاشتو مرګ ژوبله د تېر کال تر ورته مودې ۲۹ سلنه ډېره ده.

یوناما په خپل تازه رپوټ کې د حکومت ضد وسلوال د ۶۱ سلنه او حکومت د ۲۷ سلنه ولسي مرګژوبلې مسوول بولي.

د یوناما مشرې دیبورا لاینز په دې رپوټ کې ویلي: "د وژل شویو او معلول شویو ولسي افغانانو- په تېره د ښځو او ماشومانو شمېر ډېر اندېښمنوونکی دی. له دواړو غاړو غواړم چې ددغه تاوتریخوالي د سم لاسي درولو لپاره یوه لار ومومي".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ ددفتر مشرې دا هم ویلي، چې "د ۲۰۲۰ په سپتمبر کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو پیل د ولسي وګړو د وضعیت ښه کولو لپاره هیله په ډېرېدو کړه. د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر او د ۲۰۲۱ کال د مارچ میاشتو ترمنځ شپږو میاشتو کې، یوناما د وړم کال پرتله د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې ۳۸ سلنه ډېرېدل ثبت کړي، افغان حکومت او طالبانو دواړو د یوې اونۍ اورکم هوکړه وکړه، چې نېغ په نېغه یې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې پر کمېدو اغېز وکړ،‌ دا ښيي چې سیاسي ژمنتیا د افغانانو ژوند ژغورلی شي".

یوناما وايي، له بده مرغه، د سولې د مذاکراتو له پیلېدا راهیسې د تاوتریخوالي کمېدو په تړاو هېڅ هوکړه نه ده شوې.

د یوناما مشره زیاتوي، د سولې له هر فرصته باید ګټه واخیستل شي، که سم لاسي د تاوتریخوالي کچه راټیټه نه شي، زرګونه ولسي افغانان به په ۲۰۲۱ کال کې د افغانانو په لاس ووژل او ټپي کړل شي.

د طالبانو غبرګون

وسلوال طالبان د یوناما دا رپوټ ردوي او افغان حکومت د ډېری ولسي مرګ ژوبلې مسوول بولي، خو حکومت لا په دې هکله غبرګون نه دی ښودلی.

د ولسي مرګ ژوبلې دا ډېروالی په داسې مهال دی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له تېر سپټمبر راهیسې روانې دي.

خو د دې خبرو پیلېدو سره مختلفو ولایتونو کې تاوتریخوالی هم ډېر شوی چې ښکېل لوري یې پړه پر یو بل اچوي.

ولسي مرګ ژوبله

د عکس سرچینه، Getty Images

د یوناما تر دې رپوټ یوه ورځ مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روژې مبارکې میاشتې پیغام کې پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او تلپاتې اوربند وکړي.

د اسلامي علماو نړیوال اتحاد ( اتحاد علماء المسلمین) هم د روژې مناسبت پیغام کې له افغان حکومت او طالبانو دواړو غوښتي چې جګړه ودروي او په ځانګړې توګه د روژې مبارکې میاشت کې له جګړو لاس واخلي چې خلک خپل عبادتونه او نورې دیني چارې په امن کې ترسره کړي.

د ولسمشر غني په مشرۍ حکومت او نړیوال ملاتړي یې افغانستان کې د سولې لپاره پر تلپاتې اوربند ټینګار کوي، خو وسلوال طالبان وايي، چې د سولې خبرو کې هوکړې ته تر رسېدو مخکې اوربند نه شي کولی.