د ملي مصالحې عالي شورا: د سولې د طرحو د ارزولو او توحید چاره بشپړه شوه
د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، ځانګړې کومېټې یې په ترکیه کې د کېدونکي ناستې په تړاو د سولې د طرحو د ارزونې او توحید چاره له پنځو ناستو وروسته بشړه کړې ده.
د دغې شورا یو لوړپوړې چارواکي بي بي سي ته ویلي، د طرحو د څېړلو په تړاو د کمېټې د غړو د پنجشنبې ورځې ناسته د طرحو پر توحید او نظرونو پای ته ورسېده او ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د سولې اړوند طرحې مسوده وروستۍ شي.
د ملي مصالحې عالي شورا په یوه اعلامیه کې ویلي طرحه کې په ټولیز ډول د افغانستان اسلامي جمهوریت، د افغانانو پر بنسټیزو او اساسي حقونو، د بشر حقونو، د رایو له لارې د یوه کس پر ټاکنو، په نظام کې د ټولو پر عادلانه او معناداره ګډون، په هېواد کې د تاوتریخوالي او جنګ پر ختمېدو او د سولې هوکړې د پلي کولو په برخه کې د سیمي او نړۍ پر قوي ضمانت ټینګار شوی.
د ملي مصالحې عالي شورا چمتو کېدونکې طرحه د بیلا بیلو لوریو د کابو دیرشو طرحو او نظرونو د څېړلو په پایله کې یو ځای یا تدوین کېږي.
د یادې شورا یو لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته وویل،په دغو طرحو کې له سولې وروسته د نظام پر جوړښت،انتقالي دورې، د انتقالي دورې بدیل، د انتقالي دورې پر جوړښت او سولې ته د رسېدو په برخه کې ځیني نور مسایل په پام کې نیول شوي دي.
د دغه سرچینې په وینا پر اختلافي ټکو بحثونه پای ته رسیدلي او ټاکل شوې د شنبې په ورځ راتلونکې ناسته کې نظرونه په متن کې ځای پر ځای او د سولې دغه طرحه د ملي روغې جوړې د عالي شورا کمېټې ته وسپارل شي.
داسې اټکل کېږي چې د کمیټې د رهبرۍ له تایید وروسته بیا دغه مسوده پر اصلي طرحې بدلېږي.
د سولې لپاره د ولسمشر غني طرحه
د ملي مصالحې عالي شورا په داسې حال کې د سولې لپاره د یوې جلا طرحې د چمتو کېدو خبره کوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني وار د مخه په دې تړاو خپله طرحه رسماً اعلان کړې ده.
د ولسمشر غني طرحه په دریو برخو وېشل شوې وه، چې لومړی یې سیاسي جوړجاړی، دویمه برخه یې د سولې حکومت او دریمه برخه یې د سولې اېجاد، دولت جوړونه او مارکېټ جوړونه نومول شوې وه.
ولسمشر غني وویل، د دې طرحې ټوله موخه یو ځانګړي هدف ته رسېدل دي، او هغه هدف یو خپلواکه، ولسواکه، متحد، بې طرف او متصل افغانستان دی.
د ملي مصالحې عالي شورا وار د مخه ویلي چې د ولسمشر غني د طرحې ترڅنګ یې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طرحه هم ترلاسه کړې او نورې ټولې ترلاسه شوې طرحې هم ارزوي.
د دې شورا مرستیال حاجي دین محمد بي بي سي ته ویلي وو، د دوی بحثونه تر ډېره د زلمي خلیلزاد لخوا پر وړاندې شوې طرحې ور ټول وو.
خو لا مالومه نه ده چې د ملي مصالحې د عالي شورا لخوا وړاندې کېدونکې طرحه به کوم جزئیات او ځانګړتیاوې ولري، او دا چې د ولسمشر غني طرحې ته به ډېره ورته وي او که هغې ته چې زلمي خلیلزاد وړاندې کړې.