خلیلزاد: دا اندېښنه بې ځایه ده چې طالبان به بیا کابل ونیسي

  • ابراهیم امیري
  • بي بي سي
خلیلزاد

د عکس سرچینه، EPA

په روانه اونۍ کې د امریکا په کانګرس کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امریکا پر تګلاره بحثونه کېږي چې پرون (سې شنبه) یې په ترڅ کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټه کې یو لړ څرګندونې وکړې.

هغه له افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد او سیمه کې د امریکا د اهدافو ، د طالبانو لپاره پر غوراویو او د سولې بهیر کې د پاکستان پر رول وغږېد.

په دې ناسته کې د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې غړو تر راتلونکي سپټمبر له افغانستان د پاتې ځواکونو د اېستلو لپاره د د ولسمشر بایډن پر دې پرېکړه خپله ژوره اندېښنه وښوده او ویې ویل چې دا وتل به د کورنۍ جګړې او ګډوډۍ سبب شي.

دې کمېټه کې مهم جمهوریپال استازي مایکل مک‌کانل چې له افغانستان د ځواکونو پر وتلو نیوکه کوي وویل:

"شونې نه ده طالبان پر هغو ژمنو ودرېږي چې د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې یې مشرانو د امریکا د هغه وخت حکومت له استازو سره خبرو کې کړې دي."

دې ژمنو کې له افغان حکومت سره د سولې تلپاتې خبرې او له القاعده سره د ټولو اړیکو پرې کول دي.

هغه زیاته کړه: "تقریباً داسې ښکاري چې طالبان د ځواکونو له وتلو وروسته هڅه کوي دا هېواد ونیسي او د سپټمبر ۱۱ تر پېښو پخواني حالت ته یې ورسوي. "

خو زلمي خلیلزاد په ځواب کې دې کمېټې ته خبرو کې دا وړاندوینه یوه بشپړه بدبیني وبلله چې وايي له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو سملاسي وروسته به "افغان پوځ ټوټه شي، طالبان به افغان حکومت نسکور او کابل ونیسي."

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته طالبان جګړې او د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لپاره هېڅ دلیل نه لري او په وینا یې طالبان یوه داسې سیاسي هوکړه غواړي چې له مخې یې هغوی ته په نړیواله کچه رواتوب یا مشروعیت ورکړل شي او د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا پرې لګول شوي بندیزونه لري شي.

ښاغلي خلیلزاد ټینګار وکړ چې که طالبان د جګړې له لارې واک ته د رسېدو لار غوره کړي نو له ناوړه پایلو سره به مخامخ شي:

"طالبان د راتلونکي په اړه له دوو جلا جلا بنسټیزو غوراويو سره مخ دي، هغوی خبرو اترو سره د سولې لار غوره کولی، اورپکي په سیاسي تحریک بدلولی او په دې توګه د هغې ټولنې برخه کېدلی شي چې په نړیواله کچه یې درناوی کېږي."

د اسلام اباد لاسلیک کړی سند

اشرف غني هم کابل ته د باجوه له سفر وروسته وویل، اسلام اباد د طالبانو امارت نه غواړي

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح، اشرف غني هم کابل ته د باجوه له سفر وروسته وویل، اسلام اباد د طالبانو امارت نه غواړي

ښاغلي خلیلزاد د افغان سولې په بهیر کې د اسلام اباد رول مهم وباله او ویې ویل چې پاکستان باید دغه رول ادا کړي.

د نوموړي په خبره، امریکا له پاکستاني مشرانو سره په نژدي اړیکه کې ده او فشار پرې اچوي چې پر طالبانو له خپل پام وړ نفوذ نه کار واخلي چې تاوتریخوالی کم کړي او د خبرو له لارې د حل لارې ملاتړ وکړي ځکه چې په افغانستان کې جګړه د پاکستان په ګټه هم نه ده:

"زه ګومان کوم چې پاکستان په دې پوهېږي چې په افغانستان کې اوږدمهاله جګړه د پاکستان په ګټه نه ده. کله چې خبره په دیپلوماتیکه حل لاره کې د پاکستان د رول په اړه کېږي نو پاکستان په دې برخه کې یو ځانګړی مسؤلیت لري. "

د هغه په اند، که افغانستان د یوې اوږدې جګړې په لور لاړ شي نو پاکستان به هم ترې اغېزمن شي او پړه به یې پر پاکستان اچول کېږي:

"د پاکستان لومړی وزیر ښاغلی خان او د پوځ مشر یې وايي چې خپله تګلاره یې بدله کړې او تر ټولو ښه لاره د سولې او جوړجاړي ده."

د نوموړي په خبره، پاکستاني چارواکو یو سند لاسلیک کړی چې امارت باید بیا رانشي او افغانستان کې سیاسي واک باید له پوځي لارې ونه لېږدي.

هغه وویل امریکا هیله منه ده چې پاکستان خپلې ژمنې پوره کړي.

له ځواکونو اېستلو وروسته د امریکا موخې

تر راتلونکي سپټمبر ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر راتلونکي سپټمبر ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي.

ښاغلي خلیلزاد له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشاره وویل، اوس امریکا له افغانستان سره په خپلو اړیکو کې یوه نوي پړاو ته ننوځي او د دې نوي پړاو لپاره یې د امریکا اهداف داسې په ګوته کړل.

  • په خوندي ډول ټول خپل پاتې پوځیان له افغانستانه په داسې حال کې وباسو چې افغان امنیتي ځواکونه له ځانه د دفاع په برخه کې د امکان ترحده په ښه دریځ کې وي.
  • داسې یو سیاسي جوړجاړی چې په افغانستان کې اوږده جګړه ورسره پای ته ورسېږي او په زور د واک ترلاسولو سره مخالفت.
  • موږ نه پرېږدو چې افغانستان د ترهګرو په اډه بدل شي چې امریکا او د امریکا متحدین وګواښي.
  • د سوداګریزو او اقتصادي پرمختګونو په ګډون د سیمه ییزو همکاریو پراختیا چې پرمټ یې افغانستان هم د سیمې په بریالیتوب کې ونډه ولري.

امریکا د خپلو موخو لپاره څه کوي؟

خلیلزاد وايي، که طالبان په زور واکمنېدل غواړي، نو منځوي به شي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلیلزاد وايي، که طالبان په زور واکمنېدل غواړي، نو منځوي به شي.

ښاغلي خلیلزاد دا هم وویل چې د دې اهدافو د ترلاسولو لپاره امریکا په لاندې برخو کې کار کوي.

  • په افغانستان کې د سیاسي حل په برخه کې د نړیوالو ملاتړ خپلوي.
  • د افغان مشرانو ترمنځ یو موټی والی رامنځ ته کوي.
  • له افغان حکومت سره پوځي، سیاسي او اقتصادي مرسته کوي.
  • له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي، سیاسي جوړجاړي ته مخه وکړي او یوه هر اړخیز اوربند ته غاړه کېږدي.
  • د ترهګرۍ پرضد د سیمې له هېوادونو سره همکاري پیاوړې کوي.
  • په منځنۍ اسیا، افغانستان او سویلي اسیا کې اقتصادي او سوداګري چارو ته وده ورکوي.

له ملګرو ملتونو سره نږدې کار

نوموړي د بین الافغاني خبرو لپاره د قطر کوبتوب هم وستایه او ویې ویل چې له ملګرو ملتونو سره له نږدې کار کوي چې د اوربند په برخه کې له خپلو تجربو نه په ګټې رول ولوبوي.

هغه دغه راز له ترکیې نه هم مننه وکړه چې د سولې بین الافغاني خبرو د کوربتوب لپاره یې چمتوالی ښوولی دی.

خو ټینګار یې وکړ چې د سولې په خبرو کې ښکیلې دواړه غاړې باید هرڅومره ژر چې شونې وي پرې یوه نیټه سره سلا شي او له پخو وړاندیزونو سره رامخې ته شي.