سکاټ مېلر: افغانستان کې د ملېشو کارول ښايي د کورنۍ جګړې لامل شي

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د ناټو ځواکونو لوی قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي، له افغانستان د امریکايي ځواکونو په وتلو سره وېر ده چې دا هېواد کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.
جنرال سکاټ مېلر له خبریالانو سره ناسته کې خبرداری ورکړ چې د امنیتي ځواکونو ملاتړ لپاره دده په وینا د ملېشو کارول کېدای شي افغانستان کې د کورنۍ جګړې لامل شي.
افغان حکومت د ښاغلي مېلر دې وروستیو څرګندونو ته لا څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په وروستیو کې ویلي، هغوی چې د طالبانو پرو ړاندې یې وسله پورته کړې د حکومت په کنټرول کې دي.
له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پیلېدو سره دغه هېواد کې جګړه زیاتېږي او طالبان د ډېرو سیمو د نیولو خبره کوي.
تمه ده چې افغانستان کې پاتې امریکايي ځواکونه تر سپټمبر ۱۱ مخکې خپل هېواد ته ستانه شي.
جنرال مېلر کابل کې خبریالانو ته وویل، که د افغانستان مشران د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یو موټی پاتې نه شي، باید "د ډېرو سختو حالاتو" تمه وکړي.
د نوموړي تر خبرو څو ورځې مخکې او د طالبانو پرمختګ سره ملګرو ملتونو د "بدې سناریو" خبرداری ورکړ.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډبورا لاینز امنیت شورا ته وویل، طالبانو د افغانستان له ۳۷۰ نه ۵۰ ولسوالۍ په دوو میاشتو کې نیولې، پر ډېرو ښارونو یې کړۍ تنګه کړې او کابل ته په نږدې کېدو دي.
ښاغلي مېلر هم د سې شنبې په ورځ خبري غونډه کې وویل: "اوس امنیتي وضعیت ښه نه دی. که حالت همداسې دوام وکړي، کورنۍ جګړه له تصور لرې نه ده. دا باید د نړۍ د اندېښنې سبب وي. "
نوموړي د طالبانو او امریکا د تېر کال تړون له مخې د تاوتریخوالي کمولو کې دا ډله په پاتې راتلو تورنه کړه.
د طالبانو ضد هوايي بریدونه

طالبان وروستیو کې له سلو د ډېرو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي او کارپوهان هم د طالبانو دا پرمختګ له افغان ځواکونو سره د امریکا د هوايي ملاتړ د نشتوالي له امله بولي.
جنرال مېلر هم د طالبانو پرضد هوايي بریدونه رد نه کړل: "موږ دا غواړو چې هیڅ هوايي برید ونه شي، خو دغه حالت ته د رسېدو لپاره پکار ده تاوتریخوالی ودرول شي. "
هغه زیاته کړه، امریکا لا هم د وسلوالو پرضد د هوايي بریدونو توان لري.
د امریکا په مشرۍ ځواکونو د ۲۰۰۱ کال اکتوبر کې طالبان وپرځول.
دا ډله د اسامه بن لادن او د القاعده د نورو مهمو مشرانو کوربه وه چې امریکا یې د هغه کال د سپتمبر۱۱ بریدونو مسووله بولي.
بایډن: امریکا خپل هدف ته رسېدلې

د عکس سرچینه، MOD
خو تېر اپرېل د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل، امریکايي ځواکونو افغانستان کې خپل هدف ترلاسه کړی او نور به دا هېواد د لوېدیځ پرضد د دسیسو جوړولو لپاره د وسلوالو ډلو اډه نه شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ټينګار کوي چې افغان امنیتي ځواکونه د وسلوالو د تمبولو وړتیا لري، خو ډېری په دې باور دي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو سره وېره ده طالبان بیا ځواکمن شي.
ولسمشر بایډن ژمنه کړې چې د ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان ملاتړ کوي، خو "نه پوځي ملاتړ. "