بوریس جانسن: ډېری بریتانوي پوځیان له افغانستانه وتلي، پاتې به هم ژر ووځي

British troops board a RAF C-17 as they leave Afghanistan to go home at Kandahar airfield in 2014

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن وايي، ډېری هغه بریتانوي پوځیان له افغانستانه وتلي، چې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې هلته دېره وو او پاتې نژدې ۷۵۰ نور به هم ژر خپل هېواد ته ستانه شي.

خو ښاغلي جانسن د امنیتي دلیل پر بنسټ د دې ځواکونو وتلو مشخصه نېټه نه ده په ډاګه کړې.

ښاغلی جانسن وايي، دا پرېکړه د امریکا متحدو ایالتونو د ولسمشر جو بایډن له لوري له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو او له هغه وروسته د ناټو سازمان له لوري له ورته اعلان وروسته شوې وه.

ښاغلي جانسن وویل، له افغانستانه د بریتانوي پوځیانو وتل له افغانستان سره د ژمنو پای په معنا نه دي او نه هم بریتانیا له دغه هېواده مخ اړوي.

نوموړی زیاتوي دې لړ کې ډېرو ګډو هڅو ته ته اړتیا ده.

ښاغلي جانسن په افغانستان کې د تلپاتي ټیکاو لپاره په ځانګړې توګه د افغانستان د ګاونډیانو د ګډو هڅو یادونه وکړه او په وینا یې بریتانیا باید د خپل اغېز په هکله 'واقعي ' عمل وکړي.

د نوموړي په وینا اوس باید په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره له نورو لارو چارو مرسته وکړو.

ښاغلي جانسن په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل، هېڅوک باید ترې منکر نه شي، خو په وینا یې پر اوسني تاوتریخجن وضعیت هم سترګې نه شو پټولای.

بوریس جانسن

د عکس سرچینه، PA wire

له دې مخکې ښاغلي جانس د پارلماني اړيکو کميټې ته وینا کې ویلي، روانو حالاتو ته په کتو د افغانستان د راتلونکي په تړاو اندېښمن دى.

نوموړي د پارلمان د اړیکو کمېټې غړو ته خبرو کې زیاته کړه، دی فکر کوي د افغانستان اوسنی وضعیت له خطرونو ډک دی ځکه طالبان لګیا دي پرمختګ کوي.

په داسې حال چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پای ته نژدې کېږي دا لومړی ځل دی چې د برتانیا لومړی وزیر په عام محضر کې پرې غږېږي.

ښاغلي جانسن د کمېټې غړو ته وویل: "که له ما پوښتنه وکړئ چې ایا د افغانستان له اوسني وضعیت خوښ یم، البته چې نه، زه اندېښنه لرم. "

خو افغان حکومت د اوسني وضعیت د کابو کولو او د طالبانو له خوا د ځینو نیول شویو سیمو د بېرته ولکه کولو خبره کړې.

پرون د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو چې طالبانو نیولي و، بېرته افغان امنیتي ځواکونو ونیو.

ښاغلي جانسن د کمېټې د یوه غړي د پوښتنې په ځواب کې وویل، موږ باید د شته وضعیت په اړه رښتونی لید ولرو او هغه څه ته چې باید هیله من اوسو دا دي چې هغه وینه او پیسې چې مو په تېرو لسیزو کې د افغانستان د خلکو ساتنه کې لګولي، بې ګټې نه وې.

ښاغلي جانسن وویل، د سولې وروستۍ هوکړه کې باید هغه ځواکونه هم شامل وي چې برتانیا او د نورو هېوادونو پوځيان یې پر وړاندې جنګېدلي.

هغه وویل "موږ باید هیله من اوسو چې ټولې خواوې په کابل کې یوې هوکړې ته ورسېږي چې طالبانو ته هم زمینه برابره شي."

د لوېدیځ استخباراتي مشرانو اندېښنه

طالبان

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح،

طالبان له القاعده سره اړیکي ردوي.

بل لور ته د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال فرنک ګارډنر په یوه شننه کې لیکي چې لوېدیځوال استخباراتي مشران د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو اندېښمن دي او کافي دلایل هم لري.

د امریکا د ولسمشرجوبایډن په امر له افغانستان د لوېدیځو هېوادونو د ځواکونو په بېړه وتلو، اورپکي طالبان زړور کړي.

په وروستیو ورځو کې د دوی پرمختګونو ته په کتو، د وضعیت څارونکي وايي د نړیوالې ترهګرۍ ډار، په نابللي ډول راستنېږي.

د فرنک ګارډېنر شننه کې د امنیت او ترهګرۍ شنونکي سججن ګوهېل ویلي، د طالبانو پرمختګ القاعده ته فرُصت په لاس ورکوي چې خپله شبکه تر دې کچ بیاورغوي چې یو ځل بیا وکړی شي په ټوله نړۍ کې بریدونه ترسره کړي.

شننه زیاتوي طالبان په شکل د اشکالو بیا راتلونکي دي او بل لورته القاعده او سیاله ډله یې، د اسلامي دولت نومې ډلې داعش خراسان ولایت څانګه به هڅه کوي د لوېدیځو ځواکونو له وتلو په ګټې اخیستو په افغانستان کې خپل عملیات پراخ کړي.

القاعده په افغانستان کې شته خو تر اوسه د افغان حکومت استخباراتو، د ملي امنیت ریاست له امریکایانو او نورو ځانګړو ځواکونو سره په همکارۍ توانېدلي وو چې تر یوه بریده یې د ګواښ مخه ونیسي.

بریدونه کېدل خو بې شماره پېښې وې چې موږ یې په اړه نه خبرېدو خو د استخباراتي معلوماتو له امله به یې مخه نیول کېده.

بهرنیو ځواکونو به په افغانستان کې له خپلو اډو چټک غبرګون وښود، له هیلي کوپترو به کښته شول او خپل دښمنان به یې ناڅاپه ونیول. دا کار نور پای ته رسېږي.