د اروپايي ټولنې د استازي خبرداری: د افغان سولې لپاره وخت په پای ته رسېدو دی

  • سمیع الله موسی‌زی
  • بي بي سي، لندن
توماس نیکلاسن د افغانستان چارو لپاره د پاکستان استازي صادق خان سره.

د عکس سرچینه، EUA

د عکس تشریح، توماس نیکلاسن د افغانستان چارو لپاره د پاکستان استازي صادق خان سره.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی چارسمبالی توماس نیکلاسن- چې تازه یې له پاکستاني چارواکو سره کتلي- وايي له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو چارې ته په کتو د افغان سولې لپاره وخت په پای ته رسېدو دی.

ښاغلي نیکلاسن له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د دې خبرداري ترڅنګ ټېنګار کړی چې د سولې برخه کې اساسي پرمختګ ډېر لږ یا هیڅ نه دی شوی، نو ځکه اړتیا ده چې د سولې هڅو کې نوې سا پو کړل شي او چټګ ګامونه واخیستل شي.

هغه خپلو خبرو کې د پاکستان رول ته په اشاره ویلي، دا هېواد پوهیږي چې د افغان مسلې سوله ییز حل یې په ګټه دی، خو دغه هېواد باید پر طالبانو خپل ټول اغېز واچوي چې د سیاسي جوړجاړي لپاره خپل لیکلي وړاندیزونه وړاندې کړي.

د اروپايي ټولنې د دې استازي له نظره دې برخه کې تر اوسه ډېر پرمختګ نه دی شوی، خو دی وايي نه شي ویلی چې علت د کافي اغېز نشتوالی دی او که د ټول اغېز نه کارول دي.

ښاغلی نیکلاسن وايي پاکستان په دې پوهیږي چې پر طالبانو د ټول نفوذ کارول د دغه هېواد په ګټه دي.

له دوحې تړون وروسته د تېر کال په سپتمبر میاشت کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو له پیل ټینګار کېږي چې طالبان د سیاسي جوړجاړي لپاره خپله طرحه وړاندې کړي.

خو دا ډله تل وايي افغانستان کې اسلامي نظام غواړي خو تر اوسه یې په دې برخه کې چې څه ډول سیاسي جوړجاړي او څه ډول نظام غواړي په لیکلي او مشخصه توګه نه څه وړاندې کړي او نه یې ویلي دي.

طالبانو ویلي د سیاسي جوړي لپاره لیکلې طرحه لري خو د جدي خبرو له پيل وړاندې یې له خلکو او یا بهرنیانو سره نه شریکوي.

خو د اروپايي ټولنې استازی ټینګار کوي د طالبانو طرحه چې هر څه وي باید د سولې خبرو میز ته وړاندې شي. په هغه صورت کې د ده له نظره د جوړجاړي لپاره امکان برابرېدی شي.

د ولسمشر غني طرحه

ولسمشر غي او توماس نیکلاسن د جون پر ۳ کابل کې سره وکتل.

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غي او توماس نیکلاسن د جون پر ۳ کابل کې سره وکتل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په یوه وینا کې د سیاسي جوړجاړي لپاره خپله طرحه وړاندې کړه. په دې طرحه کې د اساسي قانون پر ځای پاتېدو، ټاکنو او لویې جرګې ټینګار شوی.

د افغان سولې په تړاو د اروپايي ټولنې دا اندېښنه او خبرداری داسې مهال دی چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ خبرې مړژواندي حالت کې دي او د کوم پام وړ پرمختګ څرک نشته.

دواړه لوري وايي چې د تماس ډلو ترمنځ ناستې کېږي چې وروستۍ یې وړمه ورځ شوې ده خو دې غونډه کې د کوم پرمختګ خبره نه ده شوې.