ایران ولې پرلپسې د هلمند اوبو تړون د نه پلي کېدو شکایت کوي؟
د طالبانو حکومت د ایران د مرستیال ولسمشر هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې د هلمند سیند د اوبو تړون نه پلی کېږي. د ایران مرستیال ولسمشر، محمد مخبر، د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه کړې، چې له افغانستانه د هېلمند د اوبو د تړون پلي کېدل وغواړي.
د طالبانو د حکومت مرستیال- ویاند، انعام الله سمنګاني، ویلي چې حکومت یې ټولو هغو هوکړو ته ژمن دی، چې له ایران سره د اوبو په تړاو مخکې شوې دي.
ښاغلي سمنګاني بي بي سي ته وویل چې افغانستان په دې وروستیو کې وچکالۍ ځپلی او ښايي له همدې امله د ایران د اوبو حق هم اغېزمن شوی وي.
خو هغه ټینګار کړی، چې په دې اړه خبرې اترې کېدلی شي او په وینا یې، حکومت یې د خبرو له لارې د ایران د اندېښنو لرې کولو ته چمتو دی.
همکار مو، عبدالله الهام، د اوبو د مدیریت د چارو له افغان څېړونکي، نظیم سمون، سره مرکه کړې او په سر کې یې پوښتلی، چې ایران ولې پرلپسې د دوه-اړخیز تړون له نه پلي کېدو سر ټکوي؟