د امریکا دفاع وزیر: د افغان پوځ لومړۍ دنده د طالبانو د پرمختګونو مخنيوی دی

لویډ اسټین

د عکس سرچینه، AFP

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي د افغان امنیتي ځواکونو لومړۍ دنده دا ده چې د طالبانو د پرمختګونو د چټکتیا مخنیوی ډاډمن کړي او بیا د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره لاس په کار شي.

د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، جنرال اسټن د الاسکا د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل، د افغانستان پوځ "په مهمو ګڼ مېشتو مرکزونو کې د خپلو مورچو د پیاوړې کولو په حال کې دي."

نوموړي زیاته کړې: "په دې اړه چې ایا (دا تګلاره) به د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي که نه - فکر کوم لومړی کار چې باید وشي، د هغوی [طالبانو] د حرکت د چټکتیا د کمولو ډاډمنېدل دي."

جنرال اسټن ویلي دی باورمن دی چې افغان ځواکونه د پرمختګ ځواک او وړتیا لري، خو "باید وګورو چې څه کېږي."

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان حکومت د شنبې پر ورځ له کابل، پنجشیر او ننګرهار پرته د دغه هېواد نورو ټولو ولایتونو کې د شپې له مخې پر ګرځېدو بندیز اعلان کړ.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویلي د ۳۱ ولایتونو اوسېدونکي دې له جدي اړتیا پرته د شپې له لسو د سهار تر څلور بجو بهر نه ګرځي.

دا ګام ښارونو ته د وسله والو د نفوذ د مخنیوي په پار پورته شوی.

وړاندې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مارک میلي هم چې اوس د افغانستان د ماموریت مشري ورترغاړې ده، ویلي وو چې د افغانستان پوځ د ولایتونو د مرکزونو په څېر د ګڼ مېشتو سیمو د ساتلو تګلاره خپله کړې ده.

هغه د چارشنبې پر ورځ ویلي وو د طالبانو وروستۍ بریاوې او پرمختګونه پرېکنده نه دي.

افغان ځواکونه د طالبانو لاس ته د لوېدلیو ولسوالیو بېرته نیولو هڅه کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، افغان ځواکونه د طالبانو لاس ته د لوېدلیو ولسوالیو بېرته نیولو هڅه کوي

طالبانو په دې وروستیو کې ګڼې ولسوالۍ نیولې، خو افغان امنیتي چارواکي وايي دا ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو کنټرول کې نه دي او دا ډله یې د اوږدې مودې لپاره د ساتلو وړتیا نه لري.

د افغانستان امنیتي ځواکونه مختلفو سیمو کې د طالبانو چټکو پرمختګونو ته په کتو د دې هڅه کوي چې د ولایتونو مرکزونه د دې ډلې لاس ته ونه لوېږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د ناټو متحدانو یې ژمنه کړې چې د اګست تر ۳۱مه به له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو تر ایستلو وروسته هم د افغان ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دوی له دې سره دا هم ویلي چې له دیپلوماتیکو لارو د افغانستان د سولې د ټکنیو بین الافغاني مذاکراتو د چټکتیا هڅه کوي.