د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون: ملکي مرګ ژوبله ۸۰ سلنه لوړه شوې

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روان ۲۰۲۱ کال لومړۍ نیمايي د افغانستان جنګ جګړو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې راپور خپور کړی.

په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر وروستۍ نېټې افغانستان کې په ۱۵۹۴ امنیت ضد پېښو کې ټولټال ۵۳۲۱ ملکي کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

له دې ډلې ۱۶۷۷ تنه وژل شوي او ۳۶۴۴ ټپیان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له مخې سږ کال ملکي مرګژوبله د تېر (۲۰۲۰) کال د همدې مودې د ملکي مرګژوبلې پرتله ۸۰ سلنه لوړه ده.

د تېر کال لومړۍ شپږ میاشتې د افغانستان جګړه کې ۲۹۵۷ ملکي خلکو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي روان کال ۳۷ سلنه ملکي افغانانو ته د سړک غاړې چاودنو، ۳۰ سلنې ته په هدفي وژنو، ۱۸ سلنې ته په راکټي بریدونو، ۷ سلنې ته مخامخ نښتو، ۴ سلنې ته هوايي بریدونو، ۱ سلنې ته ځانمرګو بریدونو کې مرګ ژوبله اوښتې.

رپوټ کې راغلي چې روان کال افغانستان کې سیستماتیک ترورونه او هدفي وژنې څه باندې دوه برابره شوې او ۱۶۳۴ تنه ملکیانو ته پکې مرګژوبله اوښتې. (۶۹۶ کسان وژل شوي او ۹۳۸ ټپي شوي دي.)

افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم تېره اونۍ په ۲۰۲۱ کال د افغانستان د جګړې د ملکي مرګژوبلې شپږ میاشتنی راپور خپور کړی و.

یوناما خپل راپور کې لیکلي وو چې د ۲۰۲۱ کال لومړیو شپږو میاشتو کې ولسي مرګ ژوبله ۴۷ سلنه لوړه شوې، په تېره د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر له پیلېدو او د طالبانو د بریدونو له ډېرېدو سره پکې ځانګړی او چټک زیاتوالی راغلی دی.

یوناما خبرداری ورکړی و که روان تاوتریخوالی کم نه شي، سږنی کال به د دې ادارې له خوا د ولسي مرګژوبلې د ثبتولو له پیلېدو (۲۰۰۹) راهیسې تر ټولو ډېر مرګونی کال وي.

د یوناما رپوټ کې راغلي و چې ۲۰۲۱ کال لومړۍ نیمايي د افغانستان جنګ جګړو کې ۵۱۸۳ ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې چې ۱۶۵۹ پکې وژل شوي او ۳۲۵۴ ټپي شوي دي.

د ملکي مرګژوبلې عاملان

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون خپل راپور کې وايي هغو ملکیانو کې چې روان کال افغانستان کې مرګژوبله ور اوښتتې ۵۰۴ تنه ښځې او ۱۴۵۶ ماشومان دي.

راپور کې راغلي چې په دې توګه د ښځینه ملکیانو تلفات ۶۹ سلنه او د ماشومانو ۱۳۱ سلنه لوړ شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي روان کال افغانستان کې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګژوبلې ۵۶ سلنه طالبانو، ۲۲ سلنه ناپېژانده عاملانو، ۱۵ سلنه دولتي ځواکونو او ۷ سلنه داعش ډلې اړولې ده.

حکومت، طالبانو او نورو خواو تر اوسه دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

د یوناما د تېر اوونۍ راپور کې حکومت ضد عناصر د ټولې اوښتې ملکي مرګژوبلې د ۶۴ سلنې (طالبان د ۳۹، داعش د نږدې نهه او نامالوم وسلوال هم د ۱۶ سلنې) ولسي مرګ ژوبلې مسوول بلل شوي وو.

د ویډیو تشریح،

افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلنه جګړه: مالي لګښت او ځاني تلفات

طالبان د یوناما رپوټ له حقیقت لرې بللی او ویلي و "وسلوالو یې په قصدي ډول ولسي وګړي نه دي په نښه کړي او نه هم داسې بریدونه شوي چې د عامو خلکو د تلفاتو احتمال پکې وي."

د افغانستان د امنیتي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري هم د یوناما رپوټ رد کړی او ویلي و، د ولسي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره یې وخت ناوخت عملیات هم ځنډولي دي.

عامه او خصوصي تاسیساتو ته اوښتی زیان

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د ۲۰۲۱ کال لومړۍ شپږ میاشتې د افغانستان جګړه کې ۱۳۰ پلونه او پلچکونه، ۱۳ ښوونځي او ۳ کلېنیکونه ویجاړ شوي.

د دغه کمېسیون راپور کې د ناپېژانده کسانو لخوا کابل، پروان، بغلان او کندوز کې د چاودنو په وسیله د وارداتي بریښنا د ۳۹ ستنو د نړېدو یادونه هم شوې چې پر مالي زیان سربېره یې میلیونونه کسان له ستونزو سره مخامخ کړي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون خپل راپور کې د جګړې له ښکیلو خواو غوښتل شوي چې د ملکي خلکو د ژوند او ټولګټو تاسیساتو خوندیتوب له پامه نه غورځوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم ویلي و، که دا زیاتېدونکي تاوتریخوالي کم نه شي، نو سږ کال به ګڼ شمېر ولسي افغانان معیوب یا ووژل شي.