امریکا د ځواکونو خوندي اېستلو لپاره افغانستان ته ۶۵۰ سرتېري استوي

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دا ۶۵۰ سرتېري د رېنجر غونډه برخه دي.

د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان ‎له افغانستان د خپلو ځواکونو د خوندي اېستلو لپاره دغه هېواد ته نږدې ۶۵۰ سرتېري استوي.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ د دوحې تړون له مخې ټاکلې وه د روانې اپرېل میاشتې تر وروستۍ نېټې امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي، خو ولسمشر جو بایډن دا نېټه د سپټمر ۱۱ ته وغځوله.

افغان طالبان وایي، پر ټاکلې نېټه د بهرنیو ځواکونو نه وتل د دوحې تړون د ماتولو په معنا دی، او دوی ښایي د می له لومړۍ نېټې د دې ځواکونو پر ضد وسلواله مبارزه پیل کړي.

اوس د سي اېن اېن تلوېزون د امریکا دفاع وزارت چارواکو له قوله ویلي، د دغه هېواد دفاع وزیر لویډ استین تېره اونۍ افغانستان ته د ۶۵۰ سرتېرو د استولو دا پرېکړه کړې ده.

دا تازه دم سرتېري تر ډېره د ۷۵ رېنجر غونډ غړي دي چې اوس یې هم ځینې افغانستان کې د ځانګړو ځواکونو برخه دي.

دا ځواکونه به افغانستان کې مختلفو سیمو ته الوتکو کې رسول کېږي چې تلونکي سرتېري د وتلو پر مهال خوندي کړي.

د AC-۱۳۰ په نوم الوتکې به دا ۶۵۰ سرتېري بدرګه کوي.

درې دفاعي چارواکو سي اېن اېن تلوېزون ته ویلي، د دې سرتېرو تجهیزات لا د مخه له امریکا استول شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر سیمې ته د بي-۵۲ الوتکو استولو سره هم هوکړه کړې چې د اړتیا پر مهال پر امریکایي ځواکونو د طالبانو د بریدونو په صورت کې بمبار وکړي.

لوییډ اسټین سیمه کې د الوتک وړونکې بېړۍ وخت هم اوږد کړی دی.

څو امریکايي چارواکي دا هم وايي، له افغانستان د ځواکونو اېستلو کې لومړیتوب د دغه هېواد د ختیځ او سوېلي سیمو او لرې پرتو سیمو کې امریکايي ځواکونو ته ورکړل شوی او دغو ځواکونو ته ور رسېدو کې به رېنجر ځواکونه له سخت خطر سره مخ وي.

افغانانو ته د پوځي د اډو سپارل

مېلر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

جنرال مېلر تېره اونۍ وویل، که طالبان وتلو کې برید وکړي، له سخت ځواب سره به مخ شي.

بل لور ته افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر د بهرنیو ځواکونو د اډو د تشولو خبره کړې ویلي یې دي چې ناټو به خپلې ټولې نظامي اډې افغان ځواکونو ته سپاري.

جنرال سکاټ میلر زیاته کړې، د ځینو پوځي اډو د خوشي کولو چاره پیل شوې او ژر به افغان ځواکونه د داسې اډو د ساتنې او کارونې مسوولیت ولري چې یو شمېر یې کابو دوه لسیزې د بهرنیو ځواکونو له خوا کارول شوې دي.

د شنبې پر ورځ د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست هم ویلي وو، امریکايي ځواکونه یوازې د بګرام، مزار او کابل په اډو کې مېشت دي او دا هډې به هم تر څو راتلونکو ورځو افغان ځواکونو ته وسپاري.

افغان چارواکو همدارنګه ویلي، نړیوال ځواکونه به افغان پوځ ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت پوځي وسایل هم وسپاري.

جنرال مېلر په دې اړه وویل: "د وسایلو په اړه موږ اوس کار کوو. یو شمېر تجهیزات به امریکا ته ولېږدوو. خو که لېږدولو ته یې اړتیا نه وه، نو باید ډاډ تر لاسه کړو چې افغان ځواکونو ته یې وسپارو".