نیمروز او جوزجان کې سخته جګړه، طالبان د زرنج ښار د نیولو ادعا کوي

زرنج

د عکس سرچینه، Social media

وسله والو طالبانو ادعا کړې چې له ایران سره پر پوله یې د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار یې په بشپړ ډول نیولی دی.

په ولسي جرګه کې د نیمروز یوه استازي بي بي سي ته وویل، دې ولایت کې یو شمېر دولتي ادارې طالبانو نیولې دي.

د زرنج ښار یو شمېر اوسېدونکي او په ملي شورا کې د نیمروز ولایت استازی ګل احمد نورزاد وايي، طالبانو د زرنج ښار هغه برخې نیولې چې له ایران سره پر پوله دي.

ښاغلی نورزاد وايي:

''له بده مرغه د نیمروز مرکز زرنج نن له غرمې وروسته سقوط وکړ د ولایت ودانۍ او قومندانۍ او نور حکومتي بنسټونه په پوره ډول د طالبان تر ولکې لاندې شوي. ملي امنیت ریاست لا هم مقاومت کوي او هغه پرسونل چې له مرکز څخه د مرستې لپاره راغلی وو هغه مقاومت کوي. ''

د نیمروز پولیسو یوه چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی، رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د تازه دم ځواکونو نه رسېدو له کبله ښار د طالبانو لاس ته ولوید.

بل لور ته وسله وال طالبان ادعا کوي چې د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ او استخباراتو ریاست په ګډون یې ټول دولتي مرکزونه نیولي دي.

طالبانو په یوه ټویټر پیغام کې ادعا کړې چې نیمروز ولایت لومړنی ولایت شو، چې د دوی لاس ته ولوید.

ځایي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر خواله رسنیو ځینې داسې تصویرونه هم خپاره شوي چې یو شمېر نامعلوم کسان له دولتي ودانیو بېلا بېل توکي چور کوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، MOD

د عکس تشریح، په جوزجان او هلمند کې هم د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ د سختې جګړې رپوټونه ورکړل شوي دي.

شبرغان کې بیا امنیتي چارواکي وايي، چې طالبانو په شا تګ کړی او نیول شوې سیمې یې بیرته ورنه خپلې کړې دي.

د جوزجان د پولیسو مشر مني چې هلته سخته جګړه روانه ده او وايي طالبانو د پولیسو پخوانی مرکز نیولی دی.

له بلې خوا، طالبانو له تېرې شپې راهیسې د افغانستان په شمال کې د جوزجان ولایت پر مرکز شبرغان ښار برید کړی دی.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې دوی د مارشال دوستم یوه ماڼۍ، اندخوی بند او د جوزجان امنیه قوماندانۍ ودانۍ نیولې ده.

خو سیمه ییزو چارواکو وروسته اعلان وکړ چې طالبان د ولایت له ودانۍ او د دوستم له ماڼۍ وتلي دي.

په همدې حال کې د جوزجان امنیه قوماندان ابوبکر جیلاني بي بي سي ته وویل چې په ښار کې جګړه روانه ده. نوموړی وايي:

''دمګړۍ د ښار دننه وضعیت تر کنترول لاندې دی. دا سمه ده چې د سرپل له لارې طالبان ښار ته دننه شوي خو زمونږ ځواکونه له یوه پیاوړي مورال سره، مارشال دوستم او والي صاحب پرسونل او پولیسو، موږ ټول وضعیت تر کنترول لاندې نیولی دی، خو جګړه کور په کور روانه ده. ''

تر دې مخکې امنیتي چارواکو ویلي وو چې یو شمیر کومانډو ځواکونه جوزجان ته استول شوي دي.

د ښاغلي دوستم یو زوی هم په شبرغان کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دی.

د هلمند په لښکرګاه کې هم سخته جګړه روانه ده.

یو سوداګریز مارکیټ د نښتو په پایله کې اور اخیستی، خو د زیان کچه یې لاهم روښانه نه ده.

د لښکرګاه یو شمېر اوسیدونکي وايي چې دوی په ډېر بد حالت کې دي او کله کله داسې حالت ورجوړیږي چې نه شي کولی ټپیان روغتون ته ولېږدوي.

بلخوا طالبانو نن بیا اعلان کړی چې د لغمان بادپښ ولسوالۍ یې بېرته نیولې ده پرون حکومت له طالبانو د دې ولسوالۍ د بیرته نیولو ادعا کړې وه.

افغان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دولتي هوایي ځواکونه د ولایتونو په مرکزونو کې د ښاري سیمو د دفاع لپاره بمباریو ته مخه کړې.