د عینکو مس کان هرکال۴۰۰ میلیون ډالر ګټه لري

د خپريدو وخت: 10:48 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

د عینکو مسو کان د لوګر په شمال ختیځ او د کابل په جنوب کې د دنګو غرونو تر شا پروت دی چې په سیمه کې د مسو ستر کان پېژندل شوی دی.

د افغانستان د کانونو وزارت وايي د عینکو مسو کان په راایستلو سره به هرکال افغان حکومت ته له دریو تر څلور سوو میلیونو ډالرو ګټه ورسیږي.

دغه کان په سیمه کې یوه له سترو کانونو څخه ګڼل کیږي.

افغان چارواکي تمه لري چې ددې کان را ایستل به د هېواد د اقتصاد په غوړېدو کې مهمه اغېزه ولري.

له چینايي کمپنۍ ایم سي سي سره په تړون کې د مسو او اوسپنې د ویلې کولو فابرېکې جوړول، تورخم او د افغانستان شمال ته د اورګاډي پټلیو جوړول او د حرارتي برېښنا فابریکې د جوړولو تر څنګ ځینې نور مهم ټکي هم شامل دي، چې کولای شي زرګونو افغانانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

د افغانستان د کانونو په تړاو د رپوټونو لړۍ په دې کړۍ کې زموږ همکار خوشحال تایب په لوګر ولایت کې د مسو عینکو کان ورغلی او دا راپور یې پرې برابر کړی دی:

د عینکو مسو کان د لوګر په شمال ختیځ او د کابل په جنوب کې د دنګو غرونو تر شا پروت دی چې په سیمه کې د مسو ستر کان پېژندل شوی دی.

دغو دنګو غرونو په خپل زړه کې ستره خزانه ساتلې ده.

مس چې د ورځنۍ ټکنالوژۍ له پرمختګ سره لا نور هم ارزښتمن کیږي.

د مسو را ایستل پرمختللې تکنالوژۍ او پیسو ته اړتیا لري چې اوسمهال د افغان حکومت په لاس کې نشته، نو له همدې امله یې د ایستلو چارې یو مشهور چینايي شرکت ته سپارل شوي دي.

درې ټریلیون

که څه هم ددې کان د را ایستلو تړون څو کاله مخکې شوې خو د افغانستان د کانو وزارت تمه لري چې په راتلونکو دوو کلونو کې به یې د را ایستلو چارې پیل شي.

د ځینو احصاییو له مخې د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت شاوخوا درې تریلیونه اټکل شوی دی.

دغه هېواد د تیلو، غازو، سکرو ډبرو، سرو زرو او نور قیمتي ډبرو زیرمې لري.

د ښاغلي شهراني په وینا یواځې د عینک د مسو کان زېرمه شاوخوا پنځلس میلیونه ټنه اټکل شوی دی.

د لوګر ولایت د کابل په جنوب کې له نسبتا ناامنو ولایتونو څخه ګڼل کیږي.

موږ د عینک مسو کان ته تر رسېدو پورې له پنځو شپږو لویو امنیتي پوستو او بندرونو تېر شولو. د کان د شاوخوا سیمې د امنیت لپاره هم نژدې اتلس سوه پولیس ګمارل شوي دي.

خو حکومتي چارواکي وايي کان ته کوم جدي امنیتي ګواښ نشته.

"د عینکو له کان څخه د مسو را ایستلو د چارو مخینه نژدې دوه زره کلونو ته رسیږي."

دغه راز په دې وروستیو کې په دې کان کې ګڼ شمېر چینايي کارکوونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي وو.

خو د کانونو وزرات ویاند جواد عمر وايي چینايي کارکوونکو د امنیتي اندېښنو له امله نه ده پرې اېښې، بلکې دوی د روژې په میاشت کې خپل هېواد ته په رخصتۍ تللي وو، چې اوس یې د بېرته راستنېدو لړۍ پیل شوې او نوې وسیلې یې هم له ځان سره راوړې دي.

د کورنیو جګړو پر مهال د عینکو کان سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه، د عینکو کان د ټولنیزو چارو مسوول انجنیر امین عبدالرحیمزی وايي په سیمه کې زرګونه مایونونه ځای پرځای کړای شوي وو، چې لا هم دغه ګواښ په بشپړه توګه نه دی لېرې شوی.

د کان د راایستلو چارو په وړاندې یو ستر خنډ لرغوني آثار دي چې تر ډېره د مسو د اصلي زیرموپه شاوخوا کې موجود دي.

اختر محمد یو له هغو سلګونو کارکوونکو دی چې د عینکو په کان کې په کار بوخت دی.

په دغې سیمې کې لسګونه کسان کار کوي، چې د شاوخوا پنځوس تنو کورنیو او بهرنیو لرغونپوهانو په مرسته یې ګڼ لرغوني آثار او پراخې سیمې هم پېژندلي دي. دغه چاره په ډېر غور او له ځانګړو لارو ترسره کیږي.

اتمه میلادي پېړۍ

په سیمه کې موندل شوي لرغوني آثار ښيي چې له لومړۍ تر اتمې میلادي پېړیو پورې تړلي دي، او ټاکل شوې چې د را ایستلو چارې یې په یوه کال کې پای ته ورسیږي.

دنمارکۍ لرغونپوهه نادیه هویت وايي دغه لرغوني آثار به د افغانستان او سیمې د تاریخ په اړه یو نوی انځور ورکړي.

دغه لرغوني آثار یواځې په افغانستان پورې نه دي تړلي، بلکې د ټولې منځنۍ آسیا تاریخ دی ځکه د لته د مسو کان شته.

کله مو چې د کیندلو چارې پای ته ورسولې او سندونه وڅېړو دا به په زړه پورې وي چې پوه شو په دې سیمه کې څو ودانۍ وې او دلته څه شمېر کسانو ژوند او کار کاوه.

د عینکو له کان څخه د مسو را ایستلو د چارو مخینه نژدې دوه زره کلونو ته رسیږي.

د غره په لمنو کې تورې ویلې شوې ډبرې د هر لیدونکي پام وراړوي، ښاغلی امین عبدالرحیمزی چې په سیمه کې له موږ سره ملګرتیا کوي.

د افغان چارواکو په وینا تر ځمکې لاندې زېرمو څخه سمه ګټه اخیستنه کولای شي په راتلونکو کلونو کې د هېواد د افتصادي اړتیاوو یوه ستره برخه پوره کړي.

تر سلګونو کلونو ځنډ وروسته به په راتلونکو دوو کلونو کې یو ځل بیا د عینک د مسو کان را ایستل پیل شي، د افغانستان د کانو وزیر وحیدالله شهراني په وینا هغه خزانه چې ددغو غرونو په زړه کې پرته ده، هېواد ته د پراخې اقتصادي ګټې ترڅنګ به زرګونو کسانو د کار زمینه هم برابره کړي.

په وروستیو کې د چینايي ایم سي سي کمپنۍ مشر شېن هیتنګ له ولسمشر کرزي سره د لېدنې پر مهال له هغه وغوښتل چې د عینکو مسو کان د انیت په ساتلو کې لا زیاتې مرستې وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، ولسمشر کرزي هغه ته ډاډ ورکړ چې د عینکو مسو کان د امنیت ساتلو لپاره به ټول امکانات وکاروي.

اوس مهال افغان حکومت د نړیوالې ټولنې د مرستو له بندېدو وړاندې د افغانستان په کانونو کې بهرنۍ پانګونې ته پام اړولی دی او افغان حکومت د کانونو را ایستل د خپلو چارو له لومړیتوبونو څه بولي.

د افغان چارواکو په وینا تر ځمکې لاندې زېرمو څخه سمه ګټه اخیستنه کولای شي په راتلونکو کلونو کې د هېواد د افتصادي اړتیاوو یوه ستره برخه پوره کړي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .